روسیه:  ښايي له امریکا سره د افغانستان په اړه جوړجاړي ته ورسېږو

طالبانو ته باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصولو او پرېکړه لیکونو پر بنسټ د سولې په خبرو کې رغنده ونډه ورکړل شي، طالبان غواړي له مشخصو شرایطو سره خبرو ته حاضر شي.(سرګي لاوروف)
روسیه وايي ښايي د سوریې په څېر د افغانستان په اړه هم له امریکا سره یوه جوړ جاړي ته ورسېږي.
دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په مسکو کې یوې ګډې خبري غونډې ته وکړه.
هغه وویل، کابل او مسکو له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل اړتیا درک کوي او په وینا یې روسیه غواړي چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر اساس د سولې د رغنده خبرو فرصت ورکړل شي.
ده زیاته کړه:«موږ دا اړتیا درک کوو چې د افغان سولې خبرو بیا پیل ته ډېره اړتیا ده، په همدې موخه په مسکو کې د فبرورۍ میاشتې په نیمايي کې په دویمه څلور اړخیزه ناسته کې د ګډون په موخه موږ د افغانستان د ګډون غوښتنه ومنله. په مسکو کې د فبرورۍ میاشتې په ناسته کې به د روسیې، افغانستان، چین، هند، ایران او پاکستان استازي ګډون وکړي. موږ هیله لرو چې په دغې ناسته کې به د شپږ واړو هیوادونو لوړ پوړي پلاوی ګډون وکړي او ځینو لا د مخه خپل ګډون تایید کړی.»
لاوروف دغه راز ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د سولې خبرې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر نظارت لاندې تر سره شي.
هغه وویل:« موږ یوځل بیا خپل ګډ دریځ په دې اړه بیان کړ چې طالبانو ته باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصولو او پرېکړه لیکونو د موادو پر اساس په مذاکراتو کې رغنده ونډه ورکړل شي، طالبان غواړي له مشخصو شرایطو سره خبرو ته حاضر شي. هغه داسې شرایط دي چې زموږ افغان همکاران به ترې بې خبره پاتی نه شي؛ ځکه موږ په داسې شرایطو کې واقع شوي یو چې داعش ډله په چټکۍ سره په افغانستان کې د ځای ځایولو په لټه کې ده.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ترهګرې د سیمې لپاره ګډ ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان روانه جګړه یوازې د کابل لپاره ستونزه نه، بلکې په سیمه کې د لا ډېرو ترهګرو ډلو د راپورته کېدو لامل کېدای شي.
ده وویل:«موږ پر دې توافق لرو چې د افغانستان، روسیې او سیمې ګټې سره شریکې دي. مسکو ته زما سفر ډېر مهم و، موږ په دې سفر کې له روسیې سره د خپلو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې، مسکو ته په سفر کې موږ له خپلو روسي همکارانو سره پر سیاسي، پوځي، اقتصادي همکاریو او دغه راز له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې، افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له هر هېواد سره همکارۍ ته لېواله دی.»
د روسیې بهرنیو چارو وزیر د افغانستان امنیت د شانګهای سازمان غړو هېوادونو لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې شانګهای سازمان د افغانستان بشپړ غړیتوب غوښتنه ارزوي او په وینا یې مسکو هم په دغه سازمان کې د کابل د غړیتوب ننګه کوي.