د افغانستان پر سر د روسیې او امریکا څه ډول جوړجاړی؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په مسکو کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې روسیه ښايي د سوریې په څېر د افغانستان په اړه هم له امریکا سره یوه جوړجاړي ته ورسېږي. هغه وویل، کابل او مسکو له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل اړتیا درک کوي او په وینا یې روسیه غواړي چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر اساس د سولې د رغنده خبرو فرصت ورکړل شي. ښاغلي لاوروف په افغانستان کې سوله له دې امله هم مهمه وګڼله چې په وینا یې داعش په چټکۍ سره په افغانستان کې فعالېږي.
روسیه له څه مودې راهیسې فکر کوي چې امریکا د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي، له همدې اله دوی نه یوازې د امریکايي اډو په اړه اندېښنه څرګندوي، بلکې داسې ښکاره کوي چې د افغانستان داعش د امریکا پروژه ده او غواړي منځۍ اسیا ته یې ولېږدوي. روسي چارواکو په دې اړه بیا بیا ډېرې روښانه خبرې کړې دي، خو امریکایانو د روسیې دې اندېښنې ته ځواب نه دی ویلی. روسیې پر خبرو هم بسنه ونه کړه، له وسله والو طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړې او دغه اړیکې یې پټې هم نه کړې. په همدې لړ کې یې یو بل ګام هم واخیست او د افغانستان په تړاو یې په مسکو کې د پاکستان، ایران او چین درې اړخیزه غونډه جوړه کړه چې افغانستان او امریکا په کې نه وو.  
د روسیې دا ټولې هڅې د دې لپاره وې چې پر امریکا فشار راوړي، خو امریکا تر پایه پورې په ظاهره د فشار احساس ونه کړ، ان د مسکو د درې اړخیزې غونډې هرکلی یې وکړ. تر امریکا زیات افغان حکومت د فشار احساس کوي او بیا بیا د روسیې او طالبانو پر اړیکو اعتراض کوي. اوس روسیې منلې چې دغه ډول راتلونکې غونډې ته به د افغانستان په ګډون هند او ایران هم ور بلل کېږي.
اوس زموږ لپاره دا مهمه ده چې دا جوړجاړی به څه ډول وي. سرګي لاوروف دا جوړجاړی په سوریه کې د امریکا او روسیې له جوړجاړي سره تشبه کړی. په سوریه کې امریکا او روسیه دواړه پر وحشت او جنایت بوخت دي؛ دواړه لوري په سوري بې دفاع ولس بمونه غورځوي. اوس که د افغانستان خبره هم همداسې وي، نو دا خو بد حالت دی، که خبره د سولې وي چې سرګي لاوروف ورته اشاره کړې، نو بیا ښه خبره ده. په کار ده چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وشي. اوس هغه وخت تېر دی چې د طالبانو د بشپړې ماتې بحث دې وشي او یا دې طالبان د نظام د سقوط فکر وکړي. له همدې امله په کار ده چې د سولې خبرې وشي. امریکا هم نور باید دغه واقعیت ومني چې په افغانستان کې له سولې پرته بله لار نشته. امریکا باید دا هم درک کړي چې یوازې افغانان نه، بلکې د روسیې په ګډون سیمه ییز هېوادونه هم له روانې جګړې وېره لري او د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخلي، نو له همدې امله دوی باید له خپله اړخه دا جګړه ختمه کړي او پرېږدي چې افغانان په خپل منځ کې سوله وکړي.