په هند کې د افغانستان سفیر د ټرامپ له پالیسۍ ملاتړ وکړ

په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي د ټرامپ له پالیسۍ ملاتړ وکړ.
نوموړي دا څرګندونې په نوي ډیلي کې په یوه سیمینار کې د وینا پر مهال کړي دي.
ده زیاته کړې ده چې د ټرامپ پالیسي او کړنې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یواځینۍ لاره ده.
نوموړي ټینګار کړی دی چې نن ورځ د نړۍ تر ټولو لویه ستونزه ترهګري او افراطیت دی چې په امریکا کې د ټرامپ اداره غواړي دا پدیده له مینځه یوسي او ریښې یې وچې کړي.
د یادونې وړ ده چې ټرامپ په خپل یوه فرمان کې د نړۍ د اوو اسلامي هیوادونو پر اتباعو امریکا ته په ورتګ لنډمهالی بندیز لګولی دی چې په نړۍ او خپله امریکا کې یې سخت غبرګونونه راوپارول.
د ټرامپ د فرمان له مخې د عراق، ایران، سوریې، سودان، سومالیا، یمن او لیبیا وکړي امریکا ته تر هغې نشي تللی تر څو چې د امریکا د کډوالۍ پر قانون بیا ځلې کتنه نه وي شوي چې د نوموړي دا فرمان د محکمې له خوا رد شوی دی.