___________
بس يو خـــــمار وو,د نشـــــې ســـره لاړ
يو رنګين خوب وو،او د شپې سره لاړ
ما ورته زړۀ کښې تاج محل جوړاوۀ
يار سېلانۍ وو، قافلــــې ســــره لاړ
نور دې باغوانه ، په کښې څه پاتې دي
باغ دې لــــه هغه،يوې غونچې سره لاړ
د بيا راتلــــو، يوه دروغجنـــــه وعده
باور د زړۀ مــــې، دې وعــدې سره لاړ
رندان ئې ناست، د راتلو لاره څاري
هلته ساقــــي، د مېخانـــــې سره لاړ
ډېر پتنګان ئې کړل لوګۍ خو،اخېر
عمر د شمعـــې ، يوې لمبې سره لاړ
د انجام فکــــر ئې ، اوس څنګه وکړم
هوش مې، د جوش او د جذبې سره لاړ
تا ملګرتوب د زمــــانې ،چــــــې وکړ
مين دې هـــــم، د زمـــــانې ســـــره لاړ
پېښور ٢٢/١/٢٠١٠ م٠ق٠مين
وروستي