
د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په یوه خبر کې ویلي دي چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د کالیفورنیا ایالت ګواښلی.
نوموړي ویلي دي چې که دغه ایالت خپلو هغو سیاستونو ته چې نه غواړي د هغو اوو هیوادونو پر ورتګ بندیز ولګوي چې ټرامپ د یوه فرمان په ترڅ کې امریکا ته د دوی ورتګ منع کړی دی لاس وانه خلي نو د دغه ایالت بودجه به قطع کړي.
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې داسې ګونګوسې وې چې د کالیفورنیا ایالت غواړي له امریکا څخه خپلواکي واخلي.