
د فرانسې د ښي اړخي ملې جبهې ګوند مشرې ماریون مارشال-لو پن په دې ژمنې سره چې فرانسه به ورته لومړیتوب ولري، د ولسمشرۍ ټاکنو ته خپل کمپاین پیل کړ.
لو پن په ختيځ ښار ليون کې خپلو پلويانو ته وويل چې اروپايي ټولنې فرانسه فلج کړې ده.
نوموړې اروپا ته د ور-روانو کډوالو پر روان بهير هم نیوکه وکړه. هغې اسلامي سخت دریځي وغندله او ويې ویل موږ نه غواړو چې د دې سخت دریځۍ له ګواښ سره ژوند وکړو.
مېرمن لو پن د بريتانيا مثال ورکړ چې له اروپايي ټولنې په وتلو سرهيې خپل اقتصاد ته ګټه ورسوله. هغې وویل: "زموږ خلکو خپله لار انتخاب کړې. برېټانيا خپله دا انتخاب کړه چې له اروپايي ټولنې په وتلو سره ازاده وي، چې اوس هره ورځ هغوى خپلو ځانونو ته د خپلې غښتلې او ښې اقتصادي ودې له کبله مبارکي ورکوي."
ټاکل شوې فرانسه کې په اپرېل میاشت کې د ولسمشرۍ انتخابات وشي.
نظرپوښتنې ښيي چې مېرمن لو پن به د اپرېل پر ٢٣مه، د ټاکنو په لومړي پړاو کې زیاتې رايې وګټي څو دويم ځل انتخاباتو ته ووځي، خو نظرپوښتنې څرګندوي چې مېرمن لو پن ښايي په دوهم ځل ټاکنو کې چې په مې مياشت کې به وشي، ماتې وخوري.