ټرمپ د اوکراين په اړه د ناټو له سرمنشي سره خبرې وکړې

سپينه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوکراين ختيځ کې د روانې شخړې په اړه د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره پر ټيليفون خبرې وکړې.
ښاغلي ټرمپ تایيد کړه چې د دې تړون د مشرانو په غونډه کې به چې د روان ميلادي کال په وروستيو کې جوړېږي، برخه واخلي.
د سپينې ماڼۍ په اعلاميه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي؛ دواړو مشرانو د اوکراين په ختيځ کې د شخړې د سوله‌ ييز حل پر امکاناتو هم خبرې وکړې.
وروسته له هغې چې روسيې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراين کريميا سيمه په خپل قلمرو پورې وتړله او هلته‌ يې د بېلتون غوښتونکو وسله‌ والو ملاتړ وکړ، امريکا او ملګرو يې پر مسکو بنديزونه ولګول.
د تېرې اوونۍ په جريان کې د اوکراين په ختيځ کې د شخړو او ناامنيو له کبله لږ تر لږه ٣٥ کسان وژل شوي دي.
د اوکراين په ختيځ کې شخړه د ٢٠١٤م کال په اپرېل مياشت کې پيل شوه چې تر اوسه‌ په کې نهه زره او ۷۵۰ کسان وژل شوي دي.