ملکي مرګ ژوبله، شعارونه او ځمکنی واقعیت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت دفتر يوناما د ملکي تلفاتو په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ. ددغه رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې ١١٤١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. رپوټ وايي چې تېر کال ٣٤٩٨ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ٧٩٢٠ نور ټپيان شوي. ملګرو ملتونو ويلي چې د يادې مرګ ژوبلې ٦١ سلنه د وسله والو مخالفينو لخوا، ٢٤ سلنه ددولت پلوه وسله والو ډلو لخوا او يوازې دوه سلنه مرګ ژوبله د بهرنيو ځواکونو لخوا اوښتې ده. وسله والو طالبانو رد کړې چې د ۶۱ سلنه مرګ  ژوبلې مسوول دي.
ملګري ملتونه تل د ملکي مرګ ژوبلې شمېرې خپروي، خو دوی په دې برخه کې د یو مسوول نړیوال سازمان په توګه خپل رول نه لوبوي. په افغانستان کې جګړه د ملګرو ملتونو د یوې پرېکړې پر اساس پیل شوې، نو له دې امله د ټولو جګړو او وژنو په برخه کې هم ملګري ملتونه مسوول دي، نو په کار ده چې یوازې د شمېرو پر خپرولو بسنه ونه کړي، بلکې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره هم عملي ګامونه واخلي.
د ملګرو ملتونو له خوا خپرې شوې شمېرې زړه بوږنوونکي دي، خو اټکل دی چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه به تر دې هم زیاته وي، ځکه د جګړې لویه برخه جغرافیه د ملګرو ملتونو، رسنیو او نورو څارونکو بنسټونو له څاره لرې ده. له همدې امله اټکل دی چې د ملکي مرګ ژوبلې کچه تر دې زیاته ده. بله مهمه مسئله د تل په څېر په دغه رپوټ کې دا ده چې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو له خوا ملکي مرګ ژوبله کمه ښودل شوې او د هغوی پر جنایتونو سترګې پټې شوې دي. دا چاره یوازې د سږ کال په رپوټ کې نه، بلکې د هر کال په رپوټ کې لیدل کیږي.
په افغانستان کې د جګړې ښکېل اړخونه لا هم ملکي مرګ ژوبلې ته پام نه کوي. له همدې امله ملکي مرګ ژوبله نه یوازې کمیږي نه، بلکې هر کال تر پخواني هغه زیاته وي. د وسله والو طالبانو مشران تل خپلو جنګیالیو ته په پیغامونو کې دا خبره کوي چې ملکي وګړو ته پام وکړي، خو له بده مرغه اوس هم د طالبانو په بریدونو کې ملکي وګړي وژل کیږي. د دوی ځینې بریدونه په داسې ځایونو کې دي چې له مخکې روښانه وي چي ملکي وګړو ته په مرګ ژوبله اوړي، خو بیا هم بریدونه کوي. دوی که څه هم د اسلام خبرې کوي، خو دا چاره یې د اسلام د ښکار احکامو خلاف ده. همداسې دولت هم د ملکي وګړو د خوندیتوب خبرې کوي، خو له بده مرغه دوی هم د ملکیانو ژوند ته پام نه کوي. دوی نه یوازې دا چې له خپله اړخه د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي، بلکې له مخالفینو یې په خوندي کولو کې هم پاتې راغلي دي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د خلکو د امنیت خوندي کول د دولت دنده ده، خو چارواکي په دې چاره کې پاتې راغلي دي. له بده مرغه دواړه لوري د اسلام، ملي او نړیوالو قوانینو خلاف ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي او بیا یې مسوولیت هم نه مني. که دوی رښتیا هم هغه څه ته چې وايي یې، ژمن وي، نو په کار ده چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.