
جنرال مايکل ټي فلين (michael t flynn)، چې په دې وروستيو کې د ډونلډ ټرمپ لخوا د امنيتي سلاکار په توګه ټاکل شوی په دې اند دی، چې ايران تر داعش لوی ګواښ دی.
نوموړي د ټاکنيز کمپاين نه څو میاشتې وړاندې، د فاکس نيوز سره په مرکه کې پر دې ټينګار کړی و، چې ايران تر داعش هم لوی ګواښ دی.
اوس چې جنرال فلين په سپينه ماڼۍ کې په يوه مهم پوسټ کې ټاکل شوی دی، د ده نظر ته پاملرنه لا زياته شوې ده.
نوموړی جنرال د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۴ ز کال کې د امريکا د دفاعي اطلاعاتو د سازمان مشر و، چې بیا د اوباما سره د ايران او سوريې په مساله کې د اختلاف له امله يې له خپلې دندې استعفا وکړه.
نوموړي په خپله مرکه کې ويلي وو: «زما په اند ايران په سيمه کې، د ټولو ګواښونو او ننګونو په پرتله تر ټولو لوی خطر دی او وروسته له دې، چې بالستيک توغندي يې وازمویل، نړۍ ته هم يو نوی خطر دی.»
دغه سلاکار تيره اونۍ په يوه مرکه کې د ايران د بالستیک توغندي وروستۍ ازموينه هم وغندله او زياته کړه، چې: «د ایران دغه اقدام امنيت شورا ته د خولې کږول او د امنيت شورا له پريکړو سرغړونه ده.»
د نوموړي په وينا د توغنديو دا آزموينه پارونکي ده او همداراز ايران له حوثي ډلې سره، چې په ترهګرۍ لګيا ده مرسته کوي.
جنرال فلين له عراق نه د ايران د وتلو غوښته کړې او زياته کړې، چې ايراني واکمنان په عراق داسې چلند کوي، لکه د دوی قوماندانان چې د جګړې اوعملیاتو مسؤلين وي.