ترکیه کې زوروره زلزله شوې ده

ترکي سرچینو خبر ورکړی دی چې د دغه هیواد د چناک کلا ولایت د یوې زورورې زلزلې دریو بیلابیلو ټکانونو لړزولی دی.
دغې زلزلې چې د ریکټر په کچه ۵.۳ درجې وه تر ۳۰۰ زیات کورونه نړولي دي چې درې بیلا بیل ټکانونه یې درلودل.
د یادې پیښې له امله یوازې ۵ تنه ټپیان شوي دي او ګڼ خلک له خپلو کورونو په سخته سړه هوا کې سړکونو او لارو ته راوتلي دي خو د ترکیې د سرې میاشتې ریاست او د بیړنیوحالاتو ادارې چټک غبرګون ښودلی دی او په یاده سیمه کې یې دبیړنیو حالاتو مرکز جوړ کړی دی چې زلزله ځپلو ته ګرم کالي، خواړه، او خیمې رسیدلي او ځای پر ځای شوي دي.