
د یمن خبري اژانس چې دا مهال د حوثي شیعه یاغي ډلې تر ولکې لاندې دی اعلان کړی چې په سعودي کې یې هغه پوځي موخه د لیرې واټن ویشتونکي توغندي په وسیله په نښه کړې چې د سعودي په پلازمېینه ریاض کې موقیعت لري.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف خبر ورکړی و چې حوثیانو له یمن څخه د یو بالستیک توغندي په وسیله مکه مکرمه په نښه کړې.
حوثي شیعه یاغیان اوسمهال د یمن پر ډیری خاوره واکمن دي چې د ایران پراخ ملاتړ ورسره دی او د سعودي شاهي دولت په مشرۍ د عربي هیوادونو ایتلاف ورسره په جګړه بوخت دی.