امریکا کې هغه زده کوونکی وهل شوی، چې د ټرمپ شعار يې پر خولۍ ليکل شوی و

په امريکا کې د نوي ټاکل شوي جمهور رييس ډونلډ ټرمپ د کړنو او تګلارې پر وړاندې د خلکو احساسات ورځ تر بلې زیاتيږي.
د رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، د امريکا د سنت لویس د شپږم ټولګي زده کوونکی چې پر خولۍ يې د ټرمپ څخه د ملاتړ شعار (Make America Great Again) ليکل شوی و وهل شوی دی.
د KMOV تلويزون  د رېپوټ له مخې، پيښه د ښوونځي په موټر کې شوې او دغه زده کوونکي د مکسيکو سره په پوله د ديوال د جوړولو په اړه استدلال کاوه، چې وروسته په شخړه واوښت.