
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یېلدرم په یوه غونډه کې چې په استانبول کې د یوه ښارګوټي د بیارغونې لپاره جوړه شوې وه وویل چې ترکیې ته به نوی اساسي قانون وړاندې کړي.
نوموړي وویل چې ترکیه به داسې اساسي قانون ولري چې دغه هیواد به راتلونکي ته انتقال کړي او د پرمختګ وسیله به یې وګرځي.
نوموړي زیاته کړې چې د اساسي قانون په اصلاح کې خلک د خبرو حق لري او اوسمهال فیصله د ملت په لاس کې ده.