روسیه په کابل کې علمي او کلتوري مرکز پرانیزي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان حالات له نږدې څاري خو په دغه هېواد کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د نفوذ پر زیاتېدا اندېښمنه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، مسکو چمتو دی چې د سلا مشورو په چوکاټ کې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
په وروستیو کې په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان د استازو تر منځ د افغانستان په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه چې د افغانستان د حکومت له غبرګون سره مخ شوه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې خبره په داسې حال کې کوي چې افغان چارواکو له طالبانو سره د روسیې پر پټو اړیکو اندېښنه ښودلې او ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د دې موضوع په ګډون د یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره مسکو ته لاړ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفوا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مسکو له کابل سره تخنیکي او پوځي همکاریو ته تیار دی.
د روسیې د باندنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې روسیه غواړي چې د افغانستان او روسیې تر منځ د کلتوري اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې علمي– کلتوري مرکز پرانیزي.