محکمې د ۷ هېوادونو پر وګړو د بیا بندیز لګولو لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړه

د امریکا استیناف محکمې د ولسمشر ټرمپ د ادارې دا غوښتنه رد کړې چې دغه هېواد ته د اوو هېوادونو د کډوالو پر ورتګ بندیز دې بېرته پر ځای شي.
ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ د یوه فرمان په صادرولو سره د ایران، عراق، یمن، سوریې، سومالیا، لیبیا او سوډان پر وګړو دغه هېواد ته د ننوتلو بندیز ولګاوه.
د دغه فرمان پر ضد د امریکا په مختلفو هوايي ډګرونو کې مظاهرې وشوې او بالاخره یوه قاضي د ډونلډ ټرمپ دغه فرمان وځنډاوه.
د واشنګټن ایالت یوه فدرالي قاضي جیمز رابرټ دغه بندیز له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی او د محکمې له لوري یې د یوه امر له لارې په موقت ډول ځنډولی دی.
د ټویټر له لارې ټرمپ جیمز رابرټ « تش په نامه قاضي» بللی او وايي «د خندا وړ چاره » به یې هېواد د قانون له پلي کولو لرې کړي.
سپینې ماڼۍ د دغې پرېکړې د بیا پر ځای کولو لپاره د استنیاف غوښتنه وکړه.
خو محکمې دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې د اوو هېوادونو پر وګړو بندیز لګولو فرمان به تر هغه ځنډېدلی وي چې ټوله دوسیه اورېدل شوې نه وي.
محکمې سپینې ماڼۍ او هغو ایالتي قاضاینو ته چې د دغه فرمان ننګول غواړي د لا نورو دلایلو د وړاندې کولو لپاره تر نن پورې وخت ورکړی دی.
ایالتي وکیلان وايي، دغه بندیز چې د اوو هېوادونو خلک اغېزمنوي له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
خو عدلیې وزارت وايي، ایالتي وکیلان د ډونلډ ټرمپ د اجرایي فرمان د ننګولو واک نه لري او نه هم دا حق لري چې د ملي امنیت د خطر ارزولو په هکله د هغه ارزونه تر پوښتنه لاندې راولي.