
وروستیو واورو په بېلابېلو ولایتونو کې ډېر کسان وژلي او ډېر نور یې ټپیان کړي دي. ویل کیږي چې یوازې د نورستان په برګمټال کې د واورو له امله نږدې پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دغه راز په ځینو نورو ولایتونو کې هم د واورې ښوېدو او لارې بندېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي د شاوخوا ۴۰ کسانو د مرګ خبره کوي، خو ښکاري چې دا شمېره تر هغه ډېره لوړه ده چې چارواکي یې له رسنیو سره شریکوي.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې طبیعې پېښې کیږي، خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او د ډېرو طبیعي پېښو مخنیوي ناشونی دی. دا په دې معنی نه ده چې حکومتونه دې آرام کېني او د طبعي پېښو له امله دې د خلکو د مرګ ژوبلې ننداره وکړي. حکومتونه د ممکنه طبیعې پېښو لپاره له وړاندې تدابېر لري. په دغو تدابیرو کې یې یوه برخه له پېښې وړاندې وي او یوه برخه یې له پېښې وروسته وي. له پېښو وړاندې دولتونه او اړوندې ادارې د طبیعي پېښو ډولونو، د پېښېدو شونتیا او ځای معلوموي. دا کوم ستونزمن کار نه دی، د اوسنیو وسایلو او ټکنالوژۍ په مرسته موږ په اسانۍ په ځینو پېښو له وړاندې خبرېدلی شو. د بېلګې په ډول په دې پوهېدلی شو چې سبا واوره وریږي او که نه، په کومو سیمو کې وریږي او دا ورښت به څومره دوام کوي. له همدې لامله موږ معلومولی شو چې ددغه ورښت له امله د کومې طبیعي پېښې شونتیا شته او که نه. دغه راز دا هم معلومېدلی شي چې کومې سیمې د طبیعي پښو له ګواښ سره زیاتې مخ دي. ځینې خو یې ان ټکنالوژۍ او پرمختللو تجهیزاتو ته هم اړتیا نه لري. موږ پوهیږو چې سالنګ له خطر سره مخ دی، هلته د واورې د ورښت پر مهال لاره بندېدلی شی او واوره هم را ښوېدلی شي. همداسې نورې سیمې او ځایونه هم معلوم دي او یا معلومېدلی شي. یو مسوول او خلکو ته ځواب ویونکی دولت دا ډول پېښو ته مخکې له مخکې تدابیر لري، له پېښې وړاندې دا ډول ځایونو ته تدابیر نیسي او نه پریږدي چې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه ورسیږي. دغه راز له پېښو وروسته هم مسوول حکومتونه او چارواکي د چټکو ګامونو اخیستلو ته تیار وي او له پېښې وروسته د ځمکې او هوا له لارې د انسانانو د ژغورنې هڅې کوي او زیانمنو شوو ته بېړنۍ مرستې رسوي.
زموږ حکومت له بده مرغه نه له پېښو وړاندې پوره تدابیر له لري او نه هم له پېښو وروسته وړ غبرګون ښيي. دوی کولی شوی چې د کابل – کندهار پر لاره مسافرینو ته د واورې او لارې بندېدو خبر ورکړي او ان لاره یې بندولی شوی. دوی دا کار ونه کړ او خلک په لاره کې بند پاتې شول. همداسې په نورو لویو لارو او هغو سیمو کې چې هلته د ورښت شونتیا زیاته وه، خلکو ته یې مخکې له مخې خبر ورکولی شوای او مخکني تدابیر یې هم نیولی شوای. له بده مرغه په دې برخه کې زموږ اړوندې ادارې هم له یوه اړخه د بې کفایتۍ او نامسلکیتوب او له بله اړخه د فساد له امله لازم ګامونه نه پورته کوي. له همدې امله هر ځل طبیعي پېښې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي.
اداره