
ترکي پولیسو نن د یو بې ساري عملیاتو په لړ کې چې د دغه هیواد په سراسر کې یې تر سره کړل د ۴۰۰ په شاوخوا کې کسان له داعش سره د تړاو په تور نیولي دي.
د ترکي خبري سرچینو د خبرونو له مخې دا لومړنی لوی اقدام دی چې د داعش پر وړاندې په دغه هیواد کې د نوي میلادي کال له هغه برید وروسته چې په یوه د نڅا کلپ باندې وشو.
چارواکو د نیول شوو کسانو ارقام د رسنیو په واک کې ورکړي دي چې له جملې یې ۱۵۰ تنه په شانلي او رفه، ۴۷ په غازي عنتاب، ۶۰ تنه په انقره، او نور لسګونه تنه په بورسه او بنګول کې نیول شوي دي.
همدارنګه نور ۹ تنه په ازمیر، او ۱۸ تنه په استانبول او کوجالي کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په نیول شوو کسانو کې ۱۴ تنه بهرني اتباع دي چې ۱۰ تنه یې له قانوني عمر څخه کوچني دي چې بیرته به خپلو هیوادونو ته ولیږل شي.