سنډې ټلګراف ورځپانې په خپل خپاره کړي راپور کې له هغو پوځي مانورو خبر ورکړی دی چې غربي متحدینو د فارس په خلیج کې د ایران پولې ته نیږدې په روانه اونۍ کې ترسره کړې دي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه مانورې د بریتانیا د پوځي چورلکو رهبري کولې چې په خپله انګلستان، د امریکې متحده ایالاتو، فرانسې او استرالیا کښتیو په کې ګډون کړی و.
دغه نمایش ته د (متحده نیزه) نوم ورکړل شوی و چې ۱۳ کښتیو او پر سر یې چورلکو په کې ګډون کړی و.
انګریزي پوځي سرچینو ویلي دي چې د دې کار پلان د امریکا او ایران له لفظي شخړې څخه مخکې تنظیم شوی و او موخه یې یوازې فارس خلیج د ساتنې لپاره د لویدیځ اتحاد د سمندري ځواکونو د ګډ کار کولو ازمایښت و.
وروستي