
وروسته له هغه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت د جماعت الدعوه ګوند مشر حافظ سعید په کور کې نظر بند کړ، اوس ویل کېږي چې دغې ډلې په بل نوم فعالیتونه پیل کړي دي.
د پاکستان د اېکسپرېس ټریببون په خپل یو راپور کې لیکلي چې جماعت الدعوه ډلې د خپل د مشر تر نظر بند کېدو وروسته «د تحریک ازادي کشمیر»په نوم فعالیتونه پېل کړي او نن یې په پنجاب صوبه کې د هند تر ولکې لاندې کشميریانو سره د یو والي په موخه د لاریون اعلان کړی دی.
ورځپاڼې لیکلي د دغه ډلې تړل شوي مرکزونه بیا خلاص شوي او په لاهور ښار کې د دغه ګوند بنرونه هم لیدل شوي دي.
په راپور کې د حافظ سعید د یوه نږدې کس خالد ولید له قوله ویل شوي چې که څه هم جماعت الدعوه د حکومت تر څارنې لاندې دی، خو فعالیتونه یې نه دي بند شوي.
خالد ولید منلې چې د تحریک ازادي کشمیر په نوم یې نوی فعالیت پیل کړی دی.
بل خوا هند وايي چې د حافظ سعید پر ضد اخیستل شوي ګامونه نیمګړي دي او ګواښ يې کړی چې که پاکستان په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه کړي، هند به یو ځل بیا په کشمیر کې د ترهګرو پر وړاندې سرجیکل بریدونه وکړي.