
د امریکا متحد ایالتونو نوی دفاع وزیر جېمز ماټیس وايي، چې د ایران د بالسټیک توغندیو په ځواب کې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د شمېر پر زیاتیدو غور نه کوي.
جېمز ماټیس پرون په جاپان کې وویل، په منځني ختیځ کې د اوس لپاره د ځواکونو زیاتېدو ته اړتیا نه لیدل کېږي او امریکا هلته ډېر ځواکونه لري.
جېمز ماټیس یوه ورځ وروسته تر دې دا خبره وکړه چې د ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینې لپاره امریکا پرتهران نوي بندیزونه ولګول.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ، که چېرته ایران د توغندیو له ازموینو لاس وانخلي او په سیمه کې نیابتي جګړو ته ادامه ورکړي، د تهران پرضد به تګلاره پسې سخته کړي او نور جدي ګامونه به واخلي.