ملګرو ملتونو د میانمار حکومت د مسلمانانو پر ټولوژنې او ځورونې تورن کړ

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي چې د میانمار دولتي ځواکونو پر روهینګیا مسلمانو مېرمنو ډله ییز جنسي تېری کړی او ماشومان یې په ډله ییز ډول وژلي دي.
ملګري ملتونه وايي، په میانمار کې ډېرې بشري سرغړونې شوې دي، چې په وسلو د خلکو ګواښل، تښتول او د ماشومانو او ښځو د ډله ییزې وژنې پېښې هم پکې راځي.
دا ټول تورونه د ملګرو ملتونو په هغه رپوټ کې راخیستل شوي، چې له میانمار څخه بنګله دېش ته د روهینګیا څه باندې ۲۰۰ کډه شوو مسلمانانو د مرکو پربنسټ او نورو قوي ثبتونو پر اساس یې چمتو کړی دی.
یوې د خپل کړاو کیسه کړې چې څرنګه یې ۵ کلنه لور د دې په مخ کې ووژل شول او دې یې د ژغورلو هڅه وکړه خو ونه توانېده. هغه وايي چې یوه سړي اوږده چړه راویستله او د هغې پر غاړه یې تېره کړه.
په یوه بله پېښه کې، راپور لیکي، د ۸ میاشتو یو تي خوری ماشوم هغه مهال ووژل شول، چې پنځو امنیتي کسانو یې پر مور جنسي تېری وکړ او هغه یې په وسلو وګواښله.
شمېرې ښيي، یوازې په تېره اکتوبر میاشت کې د میانمار له شخړو بنګله دېش ته شاوخوا ۶۵ زره روهینګیا مسلمانان تښتېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازي ویلي، چې د میانمار چارواکو ددغو تورونو په اړه د څېړنې ژمنه کړې ده.
سرچینه وايي، نژدې نیمايي هغو خلکو چې مرکې ورسره شوې، ویلي چې د کورنۍ یو غړی یې وژل شوی. ۵۲ ښځو ویلي، د امنیتي ځواکونو له خوا پر ۱۰۱ ښځو جنسي تېري شوي دي.
په یادو مرکو کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو او پوځ د روهینګیا سلګونه کورونه، ښوونځي، بازارونه، هټۍ او جوماتونه سوځولي دي.
د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر زید رعد الحسین ویلي: "د روهینګیا ماشومانو کړاو د زغم وړ نه دی. هغه کومه کرکه ده چې پر یوه داسې تي خوروي ماشوم پر غاړې د چړې راتېرولو ته سړي زړه ښه کوي، چې له خپلې مور شیدې غواړي؟"