د سوریې د تلبیسه په ښار کې ۶۰ زره وګړي له لوږې سره مخ دي

د سوریې مرکزي ولایت حمص ته نیږدې ښار تلبیسه اوسیدونکې د غذایي موادو او په ځانګړي ډول د وچې ډوډۍ له کمښت سره مخ دي.
یاده سیمه د سوري نظام بشار اسد پلوي ځواکونو تر شدیدې کلابندۍ لاندې ده.
سرچینې وايی چې د دې سیمې لپاره سوري حکومت ضد فعالینو د وچې ډوډۍ د بندوبست کولو یو کمیسیون ټاکلی و چې په دې وروستیو کې د مناسبو مرستو د نه وررسیدو له امله د د یاد کمیسیون کار په ټپه دریدلی دی او د تلبیسه ښار خلک له دوو اونیو راهیسې له وچې ډوډۍ بې برخې دي چې له شدیدې لوږې سره مخ شوي دي.