اسټرالیا او بریتانیا کې د ټرمپ د فرمان پر وړاندې زرګونه خلکو لاریونونه کړي

په اسټرالیا او بریتانیا کې زرګونه خلکو د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه فرمان پر ضد لاریونونه وکړل چې امریکې ته یې د اوو اسلامي هیوادونو د اتباعو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د انګلستان پلازمېینه لندن کې یاد لاریون د امریکا د سفارت له مخې پیل شو او د ټرامپ د فرمان د لغوه کولو شعارونه یې ورکول، او دا کار یې تعصب او د فاشیزم پیلامه وبلله.
همدارنګه یې د بریتانیا له دولته وغوښتل چې دغه هیواد ته د ټرمپ د سفر دعوت دې لغو کړي او د بریتانیا لومړۍ وزیره یې تورنه کړه چې د ټرامپ ملاتړې ده او د هغه د کړنو پر وړاندې غبرګون نه ندی ښودلی.
سرچینو ویلي چې لاریون کوونکو د امریکې د سفارت له مخې د لومړي وزیر د مقر په لور وخوځیدل چې یاد شعارونه یې له ځانونو سره لیږدول.
له بلې خوا ورته لاریونونه د استرالیا په سیډني او نورو ښارونو کې روان وو چې د ټرامپ د فرمان د لغو کیدلو غوښتنه یې کوله.
همدارنګه تیره شپه بیا هم د امریکې متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې خلکو د ټرامپ د فرمان په غبرګون کې لاریونونه کړي دي.