کله چې په یوې ټولنې کې د سیاسي چارو سمبالوونکي، سیاسي نظام ته د جنجالي سهامي شرکت رنګ ورکړي او په خپلو کې سره د قدرت د ویش پر سر خپړې لګوي، د هغې ټولنې وګړي دې د ارامۍ او سوکالۍ راوستلو خوب اوبو ته ووایي.
کله چې په یوې ټولنې کې د حکومتي نظام چلونکي د ولس د ارادې پر بنسټ نه وي رامخته شوي او د ولس ارادې ته په سپکه کتل شوي بیا دې نو دغه ولس له خپلو چارواکو نه د دوی د ارادې د تمثیل تمه نه کوي.
کله چې د یوې ټولنې په سیاسي جوړښت کې د واک د ویش پر سره هره ورځ په نوې بڼه ناندرۍ روانې وي او د حکومتي چارواکو شخې سترګې د واک ډېروالي ته پاتې وي، نو ولس دې له دغه ډول واکدارانو څخه د خدمت تمه په خوب کې هم نه کوي.
کله چې په یوې ټولنې کې حکومتي چارې د اهلیت پېژندنې پر ځای د زور واکو او لنډغرو تر منځ ویشل کیږي، نو د هغې ټولنې وګړي دې د ابادۍ خیال له خپلو مغزونو څخه وباسي او یواځې په دې دې فکر وکړي چې په ملي منابعو به یې څه ډول چور او تالان ګډ شي.
کله چې د یوې ټولنې سیاسي واکمنان د ملي ګټو د ساتونکو پر ځای پردي پال شخصیتونه وي، د هغې ټولنې وګړي دې د ملي ګټو ساتنې خیال په لویه هدیره کې خاورو ته وسپاري.
کله چې د یوې ټولنې دولتي چارواکي تر غوږونو په فساد کې غرق وي، نو د هغې ټولنې وګړي دې د ابادۍ او عدالت ټینګښت فکر له سره وباسي.
کله چې په یوې ټولنې کې د سیاسي واکمنانو وعدې د عوام غولونې پر بنسټ ولاړې وي او یوه په بلې پسې د شعار په بڼه د پاتې کېدو په حال کې وي ، له دغه ډول چارواکو څخه د یوې ټولنې د وګړو له لوري د کار تمه لرل په ځان ملنډې وهل دي.
هو! هېره دې نه وي، کله چې د یوې ټولنې وګړي په وار وار غولول کیږي او بیا هم د داسې کسانو پسې وروسته منډې وهي، دوی په حقیقت کې ځانونه غولوي او په ټولنې کې د راولاړو شوو ټولو ناخوالو پړه دې د نورو په اوږو نه باروي.
زموږ د سیاسي تاریخ په تېر ۱۵ کلن پېر کې د سیاسي واکمنانو پالیسي د عوام غولونې، د ځاني ګټو او موقف ساتنې، قومي ، ژبني او سیمه ییزو تعصباتو ته په لمن وهنې، د فساد پر وړاندې د مبارزې پر ځای د فساد لپاره لار هوارونې، د ښې حکومتولۍ د رامنځته کېدو پر ځای د حکومت پر وړاندې د خنډونو راپورته کولو او په ټوله کې هغه څه کړي، چې له مخې یې ورځ تر بلې ولس له حکومت څخه لریوالی اختیار کړی او پر حکومت یې بې باوري اخري پړاو ته رسېدلې ده.
وروستي