دوصال په يوه غزل کره کتنه

 وصال دخيال له ښاپېرۍ سره دوصال په لور
 
دواصل وصال په يوه غز ل کره کتنه
ليکوال:ګل رحمان رحماني
يادونه : زه نه اديب يم اونه ځان په کره کتونکوکې راولم خوادب دلارې ديوه زده کړيال په توګه په ټولکي کې دنده راسپارل شوې چې دخپل شاعرملګري اوټولګيوال محمدواصل وصال په پورتني غزل دخپل علم په رڼاکې کره کتنه وکړم ددې لپاره بايدترټولووړاندې داهېره کړم چې ګني وصال صيب زماملګرى دى ځکه په کره کتنه کې ملګري نه پالل کېږي اوزموږ په اوسمهالوادبي بنډارونواوکره کتنوکې له بده مرغه دغه يوه لويه ستونزه ده اوپه کره کتنه يې خورامنفي اغېزکړى دى ماډېرليدلى چې ديوه ليکوال ليکنه دومره قوي نه وي خودغښتلوليکوالوملګرى وي نوځکه يې څوک په اثرزړورنه ورځي داښاغلي بيادادليل راوړي اووايي چې يامېړه شه اويادمېړولمنه ونيسه داخبره به په ځاى وي خودلته بيادکره کتنې وړده يووخت مې په ياددي چې دعصمت قانع دکيسوټولګه (دمنارخواته )تازه له چاپه راوتې دخپلوگڼوکيسوترڅنګ يې په کې دبهرنيوليکوالوپنځه کيسې هم راوړې وې دبي بي سي په فېلوځې کې ترې په دې اړه پوښتنه وشوه چې ولې دې په دې کتاب کې ځينې ژباړل شوې کيسې هم په خپل نوم رواړې اوپه پوښتۍ يې دې يوازې خپل نوم ليکلى ؟
قانع صيب چې يوزرځوابى انسان دى همداځواب يې ورکړچې يامېړه شه اويادمېړولمنه ونيسه داخبرمې په دې وکړه چې که وصال صيب دومره پياوړى شاعرنه دى خوزوق يې لوړدى اوزه يې ګورم چې اکثره وخت دلوړوشاعرانوشعري ټولګې په دقت سره ګوري اواردوشاعرۍ دژورې مطالعې وياړهم ورپه برخه دى
نوربه له اضافي خبروتېرشواوغزل ته به راشو چې دکره کتنې په تله کې يې وزن څومره دى
                      غز ل 
ښکاري چې پردى پردى نن خپل جانان
ساه اخلي له ستوني مى قاتل جـــــــانان
ستورو چې ګوا اوسى په توره شــــــــــپه
خوب ېوسي له سترګومې پاګل جانان
نن راته په سترګو کې مــــــوسکۍ شوله
پروت مې دى په سترګوکې کجل جانان
مزل وهم دخــــــيال په توفانې څـپو
لاري اوږدوي مې بى ســــاحل جــــــــانان
زه دانتظارشېبوځـــــــــــــــــــــــــــــــــپلې يم
غووږکې شرنګوي راته پايل جـــــــانان
راشه دوصــــــــــــــــــــال له زړه نه وپوښته
ژاړي بى له تانه ستـــــاواصل جـــــــانان
 

دوصال صيب دغزل مطلع ته به راشوپه سرکې بياهم بايدووايوچې غزل يوولس څپيزدى اوټول ټال شپږبيتونه لري اوپه لاندې مطلع سره پېلېږي

ښکاري چې پردى پردى نن خپل جانان
ساه اخلي له ستوني مى قاتل جـــــــانان
دغز ل له مطلع نه موږ دزياتې اوبې سارې ښکلاتمه لرو اوشاعربايد په مطلع کې دخپل خيال اوذهن پراخه پانګه وکارو ي وصال صيب په خپل غزل کې تقريبا مطلع ښه پيل کړې ده په لومړى مسره کې يې راځي
ښکاري چې پردى پردى نن خپل جانان
په دې مسره کې له اوږده هجرانه وروسته دوصال خواږه څرکونه وهي اودخپل جانان پخلاينه اوپه تېروتېروتنوله زړه نه پښماني څرګنده شوې ده دپردى پردى کلمې ډېرې ښې راغلې اوتکراراحسن يې بولې تکراراحسن په شعرکې دخونداومعنو ي تړون ترڅنګ موسيقي پيداکوي
ماپه يوه سندره کې اورېدلي وو
زماپاګل جانانه
کړم دپاګل جانانه
نه مې پردى پردى کړې
نه مې کړې خپل جانانه
ددې سندرې ډېره ښکلاپه هم دې پردى پردى جوړه ده په مسره کې دقاقيې کلمه خپل ده اودغز ل رديف جانان دى په دمطلع په دويمه مسره کې راځي
ساه اخلي له ستوني مې قاتل جانان
په مسره کې دې شاعراضطراب اوسرګردانې څرګنده شوې ده اوکله چې ساه اخيستل کېږي نومرګ موپه مخکې ولاړدى مسره سمه ده خوخپل اوقاتل دقافيې کلمې نه دي اودروي په توري کې يوله بل سره اختلاف لر ي.
ستورو چې ګوا اوسى په توره شــــــــــپه
خوب ېوسي له سترګومې پاګل جانان
بيت ظاهراپه زړه پورې دى اوښه انځورورکوي خوپه زماني لحاظ څه خبرې په کې دي دلته ستورته دشاهدانوپه توګه امرشوى اوغوښتنه کړي چې له سترګويې دخوب تښتوونکي غله وڅاري په لومړى مسره کې امرشوى خوپه دويمه مسره کې عمل تکرار ي دي اودانګليسي ساده زمانې ته ورته دى چې په تکراري ډو ل راځي
که دابيت زماوى نوليکلى به مې وو
خو ب به وړي له سترګومې پاګل جانان
دريم بيت ته راځو
نن راته په سترګو کې مــــــوسکۍ شوله
پروت مې دى په سترګوکې کجل جانان
په دې مسره کې الفاظ خوندوراوانځوريزدى دسترګوموسکادهرچاخوښه وي اوبلاماناګانې لري اودديدن هغه شېبه ده چې مين پرې کله کله له سره تېروي په يوه پښتوټپه کې وايو
يوځل په سترګوکې موسکۍ شه
بيامې که سرپه سولۍ خېژي لاړدې شينه
خوددويمې مسر ې سره معنو ي تړون نه لر ي دچاپه سترګوکې چې کجل وي نوبيابل چاته نه شي کتلى دلته ولې هم سترګې له کجلوډکې دي اوهم ديدن شو ى بله خبره دجنسيت داختلاف ده په لومړۍ مسره مخاطب ښځينه ده خوپه دويمه مسره کې پروت مې دى کې دجنسيت په لحاظ مطلوب کس نارينه دى اوپه قافيوي لحاظ بياهم دروي له اختلاف سره مخ يو قافيه يوازې په لام کې برابره ده په کجل کې دج تورى حرکت لر ي خوخپل چې دشعراصلي قافيه ده په کې دپ تورى ساکن دى چې دشعرقافيوي جوړښت ته يې زيان رسولى
مزل وهم دخــــــيال په توفانې څـپو
لارې اوږدوي مې بى ســــاحل جــــــــانان
په لومړۍ مسره کې ډېرپخلاتوب نه شته اوسکته ګي په کې ده اودعاد ي نثر غوند ې ښکاري په دويمه مسره کې بياهم څه نيمګړتياوې شته شاعرهڅه کوي چې ووايي
زمالپاره زمابې ساحله جانان لارې اوږدې کړ ې دي خودلته له هغه نه ويل شوى چې لارو مې جانان اوږدکړى چې دادکراهت نه ډکه خبره ده په عامه محاوره کې موږ وايوچې بې ساحله مه ځه خوکه داسې ووايوچې بې ساحل مه ځه بيادامانانه ورکوي چې دسيندپه غاړه بې لار ې مه ځه خوپه دويمه ماناکې بياداماناورکوي چې ساحل نومى کس درسره هم بوزه اوبې دهغه نه مه ځه ددې ستونز ې يوازينى لامل دادى چې مبتداله خبرنه وروسته راغلى اوله قاعدې سره سم بايدمبتداله خبروړاند ې راشي له بله اړخه ساحل هم دروي په اختلاف کې راګيردى اوله خپل سره هم قافيه کلمه نه شو ورته ويلى

زه دانتظارشېبوځـــــــــــــــــــــــــــــــــپلې يم
غوږکې شرنګوي راته پايل جـــــــانان
پورتنى بيت ښه اوپه زړه پورې دى خوډېرشاعرانه نه دى مين چې هرڅومره دمعشوقې انتظاروکړي اوبيادمعشوقې سره يوځاى شي نودستړيااحساس نه کوي اودوصال په شېبوکې ورنه هرڅه هېروي داطبيعي خبره ده چې هرڅه په غوږکې اورېدل کېږي هغه که دپايل شرنګاپه غوږوکې وانه وري نوپه سترګوخويې نه شي اورېدى که په دې مسره کې راغلى وى چې دپايل په شرنګامې له خوبه باسي اوماارام ته نه پرېږدي نوښکلابه
راشه دوصــــــــــــــــــــال له زړه نه وپوښته
ژاړي بى له تانه ستـــــاواصل جـــــــانان
دادغزل مقطع ده په مقطع کې دغزل درواياتوپه اساس بايددشاعرتخلص راشي دلته هم وصال صيب دغه روايت پاللى خوښه خبره داده چې په يوه مسره کې يې تخلص اوپه بله مسره کې يې نوم (واصل )نوم راغلى دى مقطع ښه ده خوپه لومړ ى مسره کې دپوښتنې هيله شوې که په
دويمه مسره کې دغه پوښتنه وړاندې شوې وى نوبيت ته به يې ښکلاورکړې وه که بيت زماوى نومابه ليکلي وو
څنګه دى بې تانه ستاواصل جانان ؟
نورنوهمدومره وصال صيب ځوان دى اودځوانانومټوته غرونه هم سلامي کوي په خيال اوفکريې برکت شه ، شاعري يې غوړېدلې په دې هيله چې په شاعرۍ کې لاهم خپلې مطالعې ته پراختياورکړي اودشعرتخنيکي جوړښتونه اوفورمونه په ژوره توګه وڅېړي
په درنښت