کاناډا کې بیا په جومات برید شوی

د کاناډا د مونټریال ښار د پوینټ په سیمه کې د یوه اسلامي مرکز په جومات برید شوی دی.
یاد مرکز د خدیجې د اسلامي مرکز په نوم یادیږي، خو په برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کاناډا د کبک په ښار کې په یوه جومات برید شوی و چې ۶ کسان پکې وژل شوي وو، د مقتولینو جنازې ته د کاناډا لومړی وزیر راغلی و چې د جنازې په سر یې وژړل.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د مسلمانانو ضد فرمان څخه وروسته کاناډا امریکا میشتو مسلمانانو ته خپله غیږه خلاصه کړه. فکر کیږي چې په کاناډا کې په اسلامي مراکزو بریدونه د امریکا له خوا پلان شوي وي.