
د کویت د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبر پاڼه کې هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې دغه هیواد د امریکا په څیر د ۵ اسلامي هیوادونو پر اتباعو د ورتګ بندیز لګولی.
پرون ورځ د نړۍ معتبرو رسینو داسې راپورونه خپاره کړل چې کویت هیواد د افغانستان په ګډو د ۵ هیوادونو پر اتباعو دغه هیواد ته د ننوتلو بندیز لګولی دی، او دوی ته یې د ویزې ورکول ځنډولي دي.
خو د الهعد خبري سرچینې دا خبرونه تکذیب کړي دي او د کویت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې یاد اتباع د دوی پر وړاندې له خپلو حقوقو برخمن دي.