غزل

 غزل 
زمازړګى زماځيګرزماارمان ولې شوې
حيران حيران يمه چې دومر راته ګران ولې شوې
مهرباني دوکړه ياره که عذا ب دراکړ
ولې دځان راځينې واخيست زماځان ولې شوې
چې يوه شېبه دپاکې مينې دسربيه غواړي
په داسې سختومرحلوکې مې جانان ولې شو ې
زمادزړه دشيش محل لارې لاجوړې نه دي
څومره دې بېړه وکړه وايه راروان ولې شوې
چې نه يې اوښکوته سلام زده اونه دردپېژني
دداسې خوارولېونوڅېرې ګرېوان ولې شوې
تاخوويل چې سوي زړه ته دسپرلى روالم
دغمازانوګلبڼونوته باران ولې شوې