د امریکا دفاع وزير: ايران «د ترهګرۍ ډير لوی ملاتړی دولت دی»

د امریکا دفاع وزير جیمز ماتيس خبرداری ورکړی، چې ایران «د ترهګرۍ اصلي ملاتړی دولت په نړۍ کې دی»، خو له دې ګواښ سره سره به اوس په منځني ختيځ کې پوځي ځواکونه زيات نکړل شي.
ماتيس نن ورځ د خپل سفر په مهال د جاپان په لوري، دغه څرګندونې کړي دي او د جمعې په ورځ امريکا يوه پوځي بيړۍ د «باب المنداب» سمندري تنګي ته استولې وه، چې د حوثي ډلې د ګواښ مخنیوي د يمن په سمندري ساحه کې وکړل شي.
د امریکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې وه، چې د ايران پر وړاندې به يرغليز سیاست کوي او خبرداری يې ورکړی، که ايران د توغنديو له آزمويلو نه لاس وانخلي او په سيمه ييزو نښتو کې له لاس لرلو نه ډډه ونکړي، د امريکا د قاطع اقدام سره به مخ شي.