
د ترکیې اسلام پال ولسمشر رجب طیب اردوغان داعش ته د اسلامي ترهګرې ډلې د نوم کارول ناسم کار بللی او سخت غبرګون یې ښودلی دی.
اردوغان دا خبرې د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره په لیدنه کې چې ترکیې ته په سفر تللې ده د یوه خبري کنفرانس پر مهال هغه وخت وکړې چې آغلې مرکل داعش ته د اسلامي ترهګرو کلمه وکاروله.
اردوغان په دې اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې داعش ته د اسلامي کلمه مسلمانان خپه کوي. اسلام او ترهګري دوه داسې پدیدې دي چې هیڅکله هم نه شی سره یو ځای کیدلی چې په دې بنسټ داعش ته د اسلامي ترهګرې ډلې خطاب کول ناسم کار دی. اردوغان له انګلا مرکل څخه وغوښتل چې لطفا داعش ته د اسلامي کلمه مه کاروئ!