امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګوي

 
امریکايي رسنۍ راپور ورکوي چې سپینه ماڼۍ پر ایران د نوو بندیزونو د لګولو لپاره تیاری نیسي.
د راپورونو له مخې امریکايي چارواکي پر ایران له دې امله غوسه دي چې دغه هېواد د جنورۍ په ۲۹مه یو بالسټیک توغندی ازمویلی دی او هم په منځني ختیځ کې د نیابتي جګړې په مخته وړلو تورن بلل شوی دی.
بېلابېلو رسنیو له هغې ډلې اې پي، رویټرز او فرانس پریس د امریکايي مقاماتو په حواله ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ تنه ایرانيان، کمپنۍ او دولتي ادارې د دغه نوو بندیزونو په نوملړ کې شاملېږي.
تازه بندیزونه تر ډېره پر هغه شرکت لګول کېږي چې د بالسټیک توغندیو په جوړولو کې لاس لري او هم سپاه پاسداران ډله په منځني ختیځ کې د نیابتي جګړې په خاطر تر ډېره د دغو بندیزونو هدف ده.
دا تازه بندیزونه په داسې حال کې لګول کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په رسمي توګه ایران ته د بالسټیک توغندیو د ازموینې په خاطر خبرداری ورکړی دی.