
نن جمعه چین د امریکا د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د هغې موافقې چې په دغه هیواد کې به د توغندیو ضد سیستم (ساډ) ځای پر ځای کوي کلک مخالفت ښکاره کړ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ په پلازمېینه بیجنګ کې د یوې رسنیزې غونډې په ترڅ کې د یاد تړون سره د خپل هیواد مخالفت اعلان کړ او ویې ویل چې دا کار د چین د داخلي امنیت لپاره یو ګواښ دی او د کوریا ټاپووزمې د امنیت په ټینګښت کې کوم رول نشي لوبولی.
خو له بلې خوا امریکا او جنوبي کوریا ویلي دي چې دا کار یې د شمالي کوریا له دښمنۍ ډکو کړنو څخه د دفاع لپاره کړی دی.
د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویلي دي چې د جنوبي کوریا او امریکا پلاویو مشرانو د ساډ توغندیو ضد سیستم په ځای پر ځای کولو هوکړه کړې ده چې سږ کال به په جنوبي کوریا کې د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو د خطر پر وړاندې نصب شي.
د یادونې وړ ده چې دا خبره د سیول ته څو ورځې مخکې د امریکې د فاع وزیر په سفر کې یاده شوې وه، او نوموړي ویلي وو چې پر امریکا او یا یې هم پر متحدینو د شمالي کوریا اتومي برید به سخت ځواب سره مخ شي.