غوڅه زرکه

ملګرو ځکه موځوانۍ د مستۍ اور نه کوي
لارې ګونګۍ دي قدمونه پکې شور نه کوي
د زمانو لـــه ګــــړدابو مــې رايستلی شي خو
جانان لـــه دوو ګوتو نيولی يمه زور نه کوي
زه وم چـــې زړه مــــې د غــــرور بيرغ ته نذرکړلو
ګنې وښيار خلک په جګو غرو کې کور نه کوي
زړګيه ! ژويه د احساس پر شونډو ســـــرې سکـــروټې
دې چم ګاونډ کې څوک د سپيني خولګۍ پور نه کوي
زما رباب د ستا خاورين منګی د ګوتو لاندې
د احساساتو ژباړې اوس په ټنګ ټکور نه کوي
جلانـــــه ! ځکـــه لکــــه غوڅـــه زرکه تول نه کوم
ست دخوږې ميني د مړاوو سترګو تور نه کوي

سيدجيلاني جلان