امریکا ایران ته د بالستیک توغندیو د ازمایښت له امله رسمي خبرداری ورکړی دی

د ایران له خوا د بالستیک توغندیو د ازمویلو په غبرګون کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ سخت غبرګون ښودلی دی.
نوموړي د خبریالانو پوښتنو ته ویلي دي چې د ایران په اړه ټولې لارې تر غور لاندې دي، نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران پر خلاف به پوځي ګام اوچت شي وویل: په دې اړه ټولې لارې او احتمالونه تر غور لاندې دي او خبرې پرې روانې دي.
همدرانګه ټرمپ د ټولنیزو رسنیو له لارې هم د ایران په اړه څرګندونې کړې وې؛ نوموړي پر ایران غږ کړی و چې باید ځان د امریکا د احسانونو پوروړی وبولي.
همدارنګه د ټرامپ یوه سلاکار مایکل فلن ویلي دي چې د امریکا حکومت ایران ته رسمي خبرداری ورکړی دی.