د لاټرۍ ژوند

ماشوم وم، سوداګر به چې په کلي راګډ شو، له خولې به یې د سودا ناره نیمه نه وه وتلي چې زه به له زړو څپلکو یا پلاستکي بوټانو او یا هم میسي زړو لوښو سره تر مخې ورته ودریدم، بل څه مې نه ترې غوښتل، لومړنۍ غوښتنه مې لاټري وه، یو یا دوه پاکټه چې پاپړ یا وریته جوار به په کې وو، د لاټرۍ په نوم به یې راکړل، زر به مې راخلاص کړل، یا به پغلۍ( شپیلک)او یا به هم داسې بل د لوبو شی په کې پروت ؤ، که زما د زړه شی به ؤ نو زه به په جامو کې نه ورته ځایدم او که زما د خوښی شی به نه ؤ په کې بیا به مې په هغو پاپړو یا وریتو جوارو د زړه په زور خوله وهله.
چې رالوی شوم نو پوه شوم چې، زمونږ د ژوند ډېرې نورې برخې هم د لاټرۍ په څېر دي، یوه مهمه یې دا چې دغه ټولنه کې پلارونو او مییندو، د خپلو ځامنو او لوڼو څخه د شریک ژوند جوړولو، حق واک اخیستی وي، هره مور هڅه کوي چې د زوی لپاره یوه ښه انګور پیدا کړي، په ښه والي کې یي،(۱۴) کلنه، (۴۰) کلنه ، بدرنګه، غټه، توره سپینه، ټیټه او جګه هدف نه وي، خو چې د څپیاکو په تپلو، د غواوو په ولیشلو او د کور په ټولو چارو کې ګړندۍ او ښه ماهره وي بس زوی ته یې اخلي.
هر پلار چې لور ته د میړه غم کوي، ځوان، بوډا، نشه یی، لوپر، سواد لرونکی، بې سواده، سپکوالی، دروندالی او کورنی ژوند یې نه ورته ګوري خو چې سړی، ځمکه، موټر، او نور جایداد ولري بس لورکۍ یې ورخرڅوي.
هو! د لاټرۍ ژوند دی، چاته بدبخته میړه په کې راووځي او چاته بدبخته مېرمن.