په امریکا کې یوې کلیسا د ټرامپ د اسلام ضد سیاست پر وړاندې د احتجاج په ډول اذان وکړ

د امریکا متحدو ایالتونو په د ماساچوسیټس ایالت په بوسټون ښار کې یوې کلیسا د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ملسلمانانو ضد سیاستونو پر وړاندې د احتجاج په ډول اذان وکړ.
نوموړې کلیسا د اذان غږ د ټرامپ د هغه فرمان پر وړاندې د مخالفت شعار وباله چې د اوو اسلامي هیوادونو د وګړو پر ورتګ یې بندیز لګولی دی.
د سرچینو د راپورونو له مخې د نوموړې کلیسا مخې ته سلګونه کسان راټول وو او په هغه لاریون کې یې برخه اخیسته چې د ټرامپ د پریکړو پر ضد تر سره کیده.
د لاریون ګډونوالو ویلي چې د امریکایانو یووالی ورته مهم دی او په دې اړه د چا دین ته نه ګوري.
د کلیسا مسوولینو په یوه ځای کې د جومات په څیر فرشونه غوړولي وو چې له انځورونو ښکاریده چې مسلمانان پرې لمونځونه کوي.
یادې کلیسا پر خپل انټرنټي حساب د یوې مسلمانې پیغلې انځور خپور کړی دی چې د امریکا بیرغ یې د ټیکري په توګه په سر کړی دی، چې اوسمهال امریکایي میرمنې دا کار په لاریونونو کې د سمبول په توګه کوي.