اتلان پېژنی؟یوولسمه برخه: احمدشاه مسعود او د قاچاقو سوداګري(قاچاقبري)

 
نیټه: ۱۴/۱۱/۱۳۹۵،ل ،ل
هغه مختلف توکي چې د دولتونو لخوا د بېلا بېلو عواملو له امله یې وړل راول یا کارول منع شوي وي، حتمي ده چې هغه ممانع د اړونده هیوادونو د خلکو او په ځینو برخو کې د نړیوالو په ګټه دي، خو سره له دې بیا هم یو څوک چې په پټه یا د زور له لارې د خپلو شخصي ګټو لپاره په غيرقانوني توګه، د منع شویو توکو سوداګري کوي قاچاق بلل کیږي.
په نړۍ کې د قاچاقو کاروبار عموماً د مافیایي بانډونو، بدماشانو، یاغي او ترهګرو ډلو ټپلو لخوا ترسره کیږي، هغه خلک چې د خپل هیواد یا بین المللي قوانیو ته احترام نه لري د قاچاق کاروبار کوي. د ۱۹/ میلادي پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې د منع شوو توکو لکه: قیمتي ډبرې، لرغوني او تاریخي اثار، نشه یې توکي په ځانګړي توګه د هیروینو قاچاق په زیاته کچه له افغانستان څخه ګاونډیو او آروپایي هیوادونو ته د ځینو تنظیمي قوماندانانو لخوا د نړیوالو مافیایي بانډونو سره په همغږۍ ترسره شوي دي، چې له دغو ډلو ټپلو څخه یو هم د احمدشاه مسعود ډله ده.
په ١٣٧٧،ل،ل کال هغه مهال چې  زه (لیکوال) او نور کسان چې د تاجکستان د دوشنبې له ښار څخه اروپا ته د قاچاقبرو له خوا په قاچاقي ګاډو کې لېږدول کیدلو، څو ځايه مو په  خپلو سترګو وليدل چې د مخدره توکو کڅوړې به له هغو موټرو څخه چې موږ سفر په کې کولو، له یوه موټر څخه بل ته سپارل کيدلې، موږ څو کسان ښه پوهیدلو چې په کڅوړو کې نشه یي توکې دي خو بیا هم زموږ یو تن ملګري له هغه تاجیکي قاچاقبر، چې مسکو ته زموږ د رسولو مسؤلیت یې درلودلو پوښتنه وکړه چې دا څه ډول توکي دي چې په دومره منظمه توګه یو بل ته سپارل کیږي؟ هغه وویل: دا تریاک او یوه اندازه هیروئین دي، دا ټول ستاسو له افغانستان څخه راځي، خو ډېر یې له هغو سیمو څخه په اسانۍ سره راوړل کیږي چې د قوماندان مسعود په لاس کې دي. دا خو زما د سترګو لیدلی حال ؤ، خو امریکایی پیاوړی لیکوال ښاغلی سټیوکول یې په اړه څه وایي؟:«مسعود مجبور ؤ چې پیسې او وسلې ومومي، د پنجشېر په پټنځای کې یې نغدې پیسې لرلې، چې د لوړ بیه ډبرو د ایستلو او مخدره موادو د قاچاق له لارې یې غونډې کړې وي، د مسعود ملیشې د مرکزي آسیا له لارې روسیې ته د هیروینو قاچاق کاوه، هغوی د امریکا د لاسویګاس په شان د نړۍ په لر واټنه لوړه بیه ډبرو او غمیو په نندارتونونو کې لاجورد او زمرد پلورل.»(۱) نوموړی لیکوال وړاندې ځي وايي«په افغانستان کې د ننه د (۱۹۹۹. م کال) په دوبي کې یواځې یو مشر‎(مسعود) ؤ چې د طالبانو، ابن لادن او د هغوی د نړیوالو اسلامپالو متحدینو پر خلاف یې جګړه روانه ساتلي وه او د هغوی په اړه یې شپه او ورځ څارګريز معلومات راټولول، د نوموړي ناندریز حکومت، چې نه واقعي پلازمینه، نه هوایي ډګر او نه یې اعتبار درلود، بودیجه یې له یوې اونۍ څخه بلې ته، تر یوې کچې پورې د هیروینو(پوډرو) له قاچاق څخه پیدا کوله... .»(۲)
د مسعود په قاچاقبریو او نورو ترهګریزو کړنو باندې د امریکا دولت د (سي، آی، اې) اداره ښه خبره وه، خو بیا هم له ده څخه یې پلوي کوله، په اصل کې د استخباراتو همدا ډول پالیسي ده چې د اجنټانو څخه د ښه کار اخستلو په بدل کې د دوی له ځینو ناروا کړنو څخه ملاتړ کوي، لیکوال سټیوکول یې په اړه وایي:« ... د سپینې ماڼۍ د بهرنیو چارو د وزارت مامورینو د (۱۹۹۰. م) کلنو په نیمایي کې د کابل ښاریانو پر خلاف هغه تشدد په یاد ؤ، کله چې مسعود د دفاع وزیر ؤ او د هیروینو پر قاچاق یې د نوموړي د ډاډ په اړه پرله پسې رپوټونو ته ګوته نیوله.» (دپیریانو جګړې،۶۷۰مخ)
سټیوکو د مطلب په دوام کې زیاتوي:« د سي آی اې د مخدره توکو ضد مرکز رپوټ ورکړ چې د مسعود سړیو اروپا ته په ستره اندازه د اپینو قاچاق ته دوام ورکاوه، بریتانویانو هم ورته رپوټونه لرل، هغوی ټولو(له مسعود سره د ګډو) عملیاتو د بربڼد کیدو په صورت کې د ورځپاڼو سرلیکونه انځورولی شول (سي آی اې د افغان اپینو سالار ملاتړ کوي)، په پروسه کې د ګډونوال یو امریکایي مامور پر وینا د ترهګرۍ ضد مرکز په نظر د امریکا لپاره د مسعود ستراتیژیک غوره والي ته، اهمیت ورنه کړل شو، ډیر غاښ چیچي تشویش، کوټ کوټي او لاس تاوول روان وو.»(۳) «د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت کابینې غونډه وکړه، له کلارک څخه پرته د سي آی اې له پټو عملیاتو سره د بل چا ملاتړ نه ؤ، د کابینې غړیو پر زړو نیوکو برسیره نوي نیوکې هم لرلې، مسعود د مخدره موادو قاچاق وړونکی ؤ، که چیرې سي آی اې په پنجشېر کې یوه دائمي اډه جوړه کړي وای نو د هیروینو په تجارت کې به یې د جنجال خطر پر غاړه اخیستی.» (سټیو کول، دپیریانو جګړې،۷۸۵مخ)
نه یوازې دا چې مسعود نشه یي توکي قاچاق کول، بلکه د هیواد ملي شتمني(لاجورد او زمرد) یې په لویه پیمانه د خارجیانو په همکارۍ قاچاق کړي دي. «... په دغه وخت کې د فرانسوي ژورنالیستانو له خوا د زمردو سوداګران راتشویق شول او د فرانسویانو پر لاس، د پنجشېر د زمرودو استخراج پيل شو، چې د هغو له قیمت څخه، مسعود د جنګ لپاره په خلاص لاس پېسې مصرفولې.»(۴) «د مسعود ډلې د زمردو او لاجوردو په پېسو باندې د نورو د واکمنۍ د مخنیوي له پاره ډېر کسان ترور کړل.» (جنرال رحمت الله صافی: مسعود پېژنی؟۳۰مخ)
او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر قوماندان د مسعود لخوا د ملي شتمنۍ د قاچاق یادونه کړي هم کړي ده: «له احمدشاه سره زیاته مرسته د ده تر کنټرول لاندې، په شمالي پنجشېر کې د لاجورد او نورو ډېرو قیمتي ډبرو، بې شمېره کانونو شته والي هم کړي ده، په دغو کانونو کې کارونه جاري وو او دغه بې شمېره قیمتي ډبرې بهر ته لېږدول کیدې.» (بوریس ګرومؤف؛ سرې لښکرې په افغانستان کې، ۲۶۲، مخ)
د مسعود کورنۍ د لاجوردو او زمردو په قاچاق او سوداګرۍ کې لاس لرل او له یو بل تن داود میر(چې غالباً په فرانسه کې به د افغان سفارت کارکوونکی وي) د زمردو د خرڅلاو په سر د جنجال له امله د آئینې مجلې داسې راپور خپور کړ: «د آئینې مجلې په ۷۲، ګڼه کې ريښتینی خبر: څو ورځې مخکې د احمدشاه مسعود ورور ولي مسعود ۶۰/ کیلو ښه زمرد له لندن نه پاریس ته وړي دي، ځکه چې هلته بازار ښه ؤ او یو بل د زمردو پلورونکی داود میر ؤ، چې پنځه کیلو زمرد یې وپلورل او نرخ راکوز شو، داؤد میر وویل چې[نوربه] څه موده وروسته خرڅ کړو، له کاناډا نه یې خپل ورور راوغوښت او (۵۵) کیلو زمرد یې کانادا ته وتښتول.
[د زمردو د خرڅولو په معامله کې] د ولي مسعود له جګړې او ماتې نه وروسته، مسعود د فرانسې جاسوسي څانګې ته وویل چې پر سفارت برېښنا او اوبه بندې کړي اوس د داود میر په سترګو تیاره، خو په زړه کې یې د زمردو رڼا ده.» (جنرال رحمت الله صافی: مسعود پېژنی؟، ۴۶مخ)
مسعود د کابل له موزیم څخه ډېر شمېر ارزښناکه تاریخي اثار غلا کړي او بیا یې خارج ته قاچاق کړل:«مسعود برعکس د ګلبدین، یو ازاد او عیاش سړی دی، وایي چې د کابل موزیم څخه یې د سکندر جام وړی دی او په هغه کې[د ویاړ لپاره] اوبه څښي ... .» (کاندید اکاډمیسین محمدابراهیم عطایي: دافغانستان پر معاصرتاریخ یوه لنډه کتنه، ۳۷۸مخ)
کله چې د نظار شورا په ۱۹۹۶،میلادي کې له کابل څخه په منډه ځانونه خلاص کړل، د افغانستان بانک له ځمکنیو خونو(زیرزمینی) څخه یې ډېر ارزښتناک تاریخي توکې له ځان سره پنچشېر ته یوړل او د وخت په تېریدو یې بهر ته ورسول او هلته یې وپلورل. http://homayun.org    
د وزیرمحمداکبر خان هغه تفنګچه چې یرغلګر انګریز مکناټن یې پرې وژلې ؤ او د کابل په موزیم کې ساتل کیدله د مسعود د مشر برهان الدین رباني لخوا د افغانستان ریښتني دښمن پنجابي نواز شریف چې په هغه وخت کې د پاکستان صدراعظم ؤ ډالۍ شوه.
د مسعود ډلې د کابل موزیم، ملي ارشیف او نورو ځایونو څخه بې شمېره ارزښتناک تاریخي توکي، اسناد او... پنجشر او بیا د تاجکستان د کولاب ښار ته وړي دي چې تر اوسه پورې ورک دي. د ډېرو مالوماتو لپاره د اکاډمیسین محمداعظم سیستاني لیکنه ولولئ:(سرنوشت آن هفت هزار نسخه خطي از آرشیف ملي و موزیم کابل آخر چه شد؟)
نور بیا
------------------------------------------------------------------------------------
۱- سټیوکول، دپیریانو جګړې،۵۰۰مخ.
۲- پورتنی کتاب،۶۶۴مخ.
۳- پورتنی کتاب،۷۵۹مخ.
۴- کاندید اکاډمیسین محمدابراهیم عطایي: د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۳۷۷مخ.