
۹/۱۱/۱۳۹۵. ل. ل
مسعود د افغانستان د تجزیې اصلي مخکښ:
احمدشاه مسعود او د ده مشران لکه: طاهر بدخشي، برهان الدین رباني او نور توکمپالي له پخوا څخه د افغانستان د تجزیې او د افغانستان د نوم د بدلولو په لټه او هڅه کې وو، د دغو توکمپالو بانډونو بنستیزې موخې او غوښتنې د هیواد د وېشلو او د افغانستان د نوم بدلول دي، چې په اړه یې څو بېلګې وړاندې کیږي: د طاهر بدخشي ډله چې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند څخه جدا شوه، په ۱۳۴۷. ل. ل کال کې یې د(محفل انتظار) په نوم یوه ډلګۍ رامنځ ته کړه، دغې ډلې د نورو موخو او کړنلارو سربېره، لس اهداف، چې د یادې ډلې غړي یې د خپل منشور بنسټیز اصول بولي او د بېلتون غوښتنې فاشیستي بوی له ورایه ترې پورته کیږي، د دوی د لسو اهدافو په سر کې د فدرالیزم او متحدې جبهې رامنځ ته کول، د ملي او طبقاتي ستم پر وړاندې مبارزه کول، د افغانستان نوم په خراسان اړول، د اسلامي دین پلي کول او نورو ډول، ډول توطئو په جوړولو سره یې غوښتل د هیواد تجزیې ته لاره هواره کړي. د محفل انتظار، لس بنسټیز موارد چې په خپله د طاهر بدخشي، د یو تن پلوي او مخلص (بیژنپور آبادي) لخوا چې ځان د بدخشي د وژل شوي زوی ټولګي وال بولي، په دري ژبه لیکل شوي دي چې موږ یې کټ مټ رانقلوو:« او [محمدطاهر بدخشي] همچنان این موارد را از مفردات مبارزات ضد استبدادی و ضد تمامیت خواهی قومی درکشوراعلام نمود، مفردات ذیل جملات بدخشی نیستند، اما کلمات و مفاهیم دقیقاً منِبعث از منشور ملی محفل انتظار است:
۱- فدرالیسم نظام سیاسی آینده ی ماست.
۲- استقلال اندیشه و نا وابستگی سیاست ماست.
۳- تمکین به دین اسلام بحیث دین مردم فرهنگ ماست.
۴- مبارزه علیه هرگونه ستم ملی و طبقاتی منشور ویژه ی ماست.
۵- کوشش در راه ایجاد جبهه ی متحد ملی شعار ماست.
۶- طرح و حل مساله ملی عمده ترین شعار ما از مسایل مهم سیاسی جامعه است.
۷- آزادی بیان، حرمت انسان، دفاع از زنان و حمایت جوانان چهار گوهر در اندیشه ما هستند.
۸- تفاهم وانعطاف با نیروهای مستقل مردمی وملی ازاصول مهم مبارزاتی ماست.
۹- نام واقعی سرزمین ما ایران و خراسان است، آریانا و افغانستان مفاهیم انحرافی و تردید آمیزی هستند.
۱۰- زبان فارسی دری هویت ماست، مبارزه برای حفظ پاگیزگی آن از اهداف فرهنگی ماست.» بیژنپورآبادی http://rastakheiz.blogspot.com
دغه لس شمیرې بنسټیز موارد، چې د بدخشي د بانډ(محفل انتظار، وروسته سازمان انقلابي زحمتکشان افغانستان) لخوا ټاکل شوي دي، اوسمهال په هیواد کې، ټول بیلتون غوښتونکي عملاً ملاتړ او پلوي ترې کوي او د فدرالي نظام رامنځ ته کولو په اړه خو په ښکاره نارې وهي. چې، فدرالي نظام د افغانستان د تجزيې پېل دی او د ټولو تجزیه غوښتونکو په سر کې د نظار شورا مشران ولاړ دي، او باید ووایو چې، کله ستمیانو د فدرېشن خبرې ګرمې کړې نو ایران پلوه حزب وحدت ډله بیا په دې کې دومره پر مخ ولاړه چې د ایران په لمسون یې د افغانستان د تجزیې او فدرېشن لپاره په اصطلاح د اساسي قانون مسوده هم جوړه کړه، د دې مسودې نوم دی:(قانون اساسي جمهوري فدرالي اسلامي افغانستان؛ پیشنهادي حزب وحدت اسلامي افغانستان) دا مسوده د یوه کتاب په بڼه په ۱۳۷۴. ل کال کې په ایران کې چاپ شوی ده. (د ډېرو مالوماتو لپاره ولولئ د سمسور افعان کتاب: دویمه سقاوي، ۱۰۹مخ)
له بلې خوا ایرنی حکیم اُرُد بزرګ چې د لوی خراسان طرحه یې رامنځ ته کړي ده او احمدشاه مسعود یې تر اغېز لاندې راوستلی دی، په اړه یې لیکوال او تحلیلګر ډاکټر جلال الدین بایاني، خورا حیرانوونکي مالومات لیکلي دي نوموړي د (ارد بزرګ یا شیطان بزرګ) تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې داسې وایي:
«بې له شکه چې اوس مهال ارد بزرګ، د ایران د فاشستي رژیم په دستګاه کې د افغانستان د تجزیې پیاوړی کار پوه او طراح دی، چې د پاکستاني[د استخباراتو آی. اس. آس پخواني مشر] جنرال حمیدګل سره هم ردیف او برابر دی. ده تر اوسه د لسګونو کتابونو، لیکنو او ډول ډول لارښوونو او افکارو له لارې داسې طرحه جوړه او افغانستان ته رالیږلي چې د افغانستان خراسان او نورې سیمې له افغانستان څخه جدا او د ایران د اشغال شوي خراسان سره یې یو ځای کړي.
د ارد بزرګ دوستان او هغه کسان چې د ده د نظریاتو تر اغېز لاندې راغلي دي، هر یو احمد شاه مسعود، لطیف پدرام، بصیرکامجو، درويش دريا دلی، رحمت الله بيژند پور، بشير بغلانی، نجم الدين کاويانی، فريد احمد مزدک، امان الله استوار، فضل احمد طغيان، پيکارگر، اسد الله کشتمند، رسول رهين، احمد ولی مسعود، تورن اسماعيل، مخدوم رهين، مسعود خليلی، عنايت الله شهرانی، خواجه بشیر احمد صديقی، محبوب الله کوشانی، واحد فيضی، ناديه فضل، همزه واعظی، دستگير پنجشيری، جان محمد پنجشيری او داسې نور.
لیکوال زیاتوي چې: احمدشاه مسعود د خپل ژوند په وروستیو پنځو کلونو کې له ارد بزرګ سره نږدې استخباراتي ضوابط او کاري اړیکي درلودلې، د دغو اړیکو له امله مسعود له یوه مذهبي چریک څخه په یو بېلتون غوښتونکي کس باندې واوښت. http://www.mosalehaimeli.org
د ایران د شیروان د ښار د شورا پخوانی مشر استاد اسماعیل حسین پور د مسعود او ارد بزرګ د دوستۍ په هکله وایي: «له دې امله(د ارد بزرګ) روح لوی او لوړ دی چې احمدشاه مسعود یې په اړه ویلي دي:«زه او ارد د یوې لویې ځمکې زامن یو.»
حسین پور زیاتوي: بې ځایه نه ده چې احمدشاه مسعود څو میاشتې وړاندې له وژل کیدو څخه ویلي وو:«کله چې د ارد دانا لیکنې لولم، ګورم چې زما هیلې یې لیکلي دي.» http://hakimorod.great-forum.com
له بل پلوه د احمدشاه مسعود پلویان وایي چې نوموړی د افغانستان د وېشلو مخالف ؤ، په دې هکله ښاغلی رزاق مامون په خپل کتاب(ردپای فرعون) کې داسې لیکي: ... په مزار شریف ښار باندې د طالبانو له دویم یرغل څخه دوه هفتې وړاندې په ۱۹۹۸کال د اګست په میاشت کې د ایران د اطلاعاتو لوړ پوړي افسر سردار ناصري(۱) په خورا سړه سینه په یوه تلیفوني اړیکه کې د افغانستان تجزیه کول په شمال او جنوب باندې احمدشاه مسعود ته اعلان کړه.
رزاق مامون د ډاکټر نادرشاه احمدزي له خولې چې په دغه وخت کې له مسعود سره حاضر ؤ لیکي: ... د سټلایټ (سپوږمکیز) تلیفون زنګ خپور شو، جمشېد غوږۍ پورته کړه، وروسته له لږو خبرو یې مسعود ته اشاره وکړه چې سردار ناصري غواړي له ده سره خبرې وکړي، د مسعود پټ نوم(خالد) او د سپوږمکیز تلیفون شمېره یې دا ده:(۰۰۸۷۳۷۶۲۲۷۵۰۵۵).
رزاق مامون د ډاکټراحمدزی له قوله زیاتوي: مسعود غوږۍ واخیسته او وروسته له څو لحظو جوړ په خېر څخه د سردار ناصري د خبرو غږ د [تلیفون] په غوږۍ کې پورته شو چې تقریباً موږ ټولو اوریدلو، سردار ناصري وویل:
په افغانستان او خارج کې موږ له خپلو دوستانو سره وروسته له ډېرو مشورو څخه، په پای کې دې پریکړې ته ورسیدو چې د افغانستان بحران د عادلانه حل او ټولو ته د منلو لپاره باید دغه هیواد په دوه، شمالي او جنوبي برخو ووېشل شي.
احمدزی وویل: د مسعود، د څېرې رنګ ناڅاپي تغیر وکړ... له سردار ناصري څخه یې سوال وکړ: د دغې قضیې پریکړه کومو کسانو کړي ده؟.
سردارناصري دوام ورکړ: ډېرې خبرې ترسره شوي دي، ستا د خبرولو لپاره غواړم ووایم چې د متحدې جبهې ټولو مشرانو په ځانګړي توګه(سپینږيري او پهلوان) له دغه تصمیم سره په کامله توګه موافقه کړي ده او ... (د سردار ناصري منظور له سپینږي او پهلوان څخه برهان الدین رباني او جنرال عبدالرشید دوستم ؤ.)
مسعود د ناصري خبرې غوڅې کړې ویې ویل: زه له استاد سیاف سره مشوره کوم ... دغه مساله داسې نه ده چې سپینږیری، پهلوان او یا دې بل څوک پرېکړه او تصمیم ونیسي.
که موږ دې ته ځیر شو چې ایرانی جاسوس ناصري مسعود ته د افغانستان د تجزیې په اړه بې له کومې وېرې مخامخ خبر ورکوي، له دې څخه ښکاري چې مسعود هم لکه د نورو متحدینو په ځانګړي توګه د خپل مشر برهان الدین رباني په شان له پېله په جریان کې دی او دا چې مسعود ایراني جاسوس ته د دې پر ځای چې د نه منلو غوڅ ځواب ورکړي یو ډول داسې نیمګړی ځواب ورکوي چې په اصل کې د منلو او همغږۍ مانا لري. په دې باندې ټول پوهیږو که چېرې هر بااحساسه افغان ته یو خارجی سړی زموږ د هیواد د ېشلو په باب دا ډول خبرې وکړي نو دا حتمي ده چې د یوه عادي افغان له خوا به کلک او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی شي.
نه یوازې دا چې مسعود د ایران او ایران پلوه داخلي توکمپالو سره د هیواد د تجزیې په اړه لاس یو کړی ؤ بلکه له دې څخه وړاندې هغه مهال چې د پخواني شوروي اتحاد اشغالګر پوځ په افغانستان کې ؤ هم د هیواد د ویشلو په هڅه کې ؤ. د پخواني شوروي اتحاد په ځانګړي توګه په افغانستان کې د څلوېښتم لښکر جنرالان او د (کې، جې، بې) کارکوونکي له مسعود سره د هیواد د تجزیې په شومو پلانونو او توطیو کې ورسره وو، د څلوېښتم لښکر یو تن جنرال د مسعود د بېلتون غوښتنې د عواملو په اړه داسې وایي:«مسعود د افغانستان په تاجک لږه کي [توکم] پورې د خپل تړاو له امله په دې خبره پوهیده چې هغه خدایزده که هېڅکله هم په پلازمینې[کابل] کې چې د پښتنو تکیه ځای دي له پراخې اغېزې برخمن شي.(۲) [له دې امله وه چې] مسعود د ژنیو د تړون په پایله کې د منځ ته راغلي حالت د رښتیني څېړنې پر بنسټ د افغانستان جمهوریت په حکومت کې د کومو مهمو څوکیو د ترلاسه کولو دعوه نه درلوده خو د افغانستان اسلامي جمعیت پنجشېر ډلې د سیمو پراخول یې خپله بنسټیزه دنده ګڼله ... .(۳) خو اوس احمدشاه مسعود پر دې ګروهه[عقیده] ؤ چې د افغانستان د شخړې سوله ییزه اواري یوازې هغه وخت شوني ده چې د افغانستان خاوره ووېشل (تجزیه) شي او د هغې په بېلابېلو ټوټو د وسله والو مخالفینو بشپړه ولکه ټینګه شي ... د یادونې وړ ده چې دغو هڅو آن د امریکا د متحدو ایالتونو او پاکستان ملاتړ هم تر لاسه کړی ؤ، له دې سره جوخت احمدشاه هڅه کوله چې د افغانستان په شمال کې د ملي مخورو لکه د اسماعیلیه ؤ مشرسید منصورنادري، د افغانستان د شمال د خلکو اسلامي اتحاد په نوم د یوه پان ترکي سازمان د مشر آزادبېګ، ډګرجنرال دوستم او نورو ملاتړ هم راخپل کړي چې تر ۶۵ زرو تنو وسله وال کسان یې په واک کې درلودل. (جنرال لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه، ۴۸۴، مخ)
د احمدشاه مسعود د ډلو هڅې هم په خورا بریالیتوب سره پرمخ روانې وې. دغو ډلو چې(د پښتنو له اغېز څخه) د شمالي ولایتونو آزادولو(!) ته یې مټې رانغاړلي وې د تخار ولایت په ګډون یو شمېر سیمې لاندې او د بدخشان په لور یې د خپلې اغېزې د پراخولو لپاره هڅې پيل کړې، هغوی په پام کې درلوده چې په راتلونکې کې د کندز، بغلان، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریات ولایتونه هم ونیسي او په دې توګه د افغانستان په شمالي برخه کې داسې یو خپلواک دولت جوړ کړي چې له شوروي اتحاد سره به اوږده پوله ولري. (جنرال لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه، ۴۸۳، مخ)
جنرال لیاخوفسکي د مسعود په پلوی وایي چې: «... له همدې امله افغان مشرتابه ته په کار ده چې هغه[مسعود] ته ډېرې زیاتې تېریدنې وکړي او هر ډول جوړجاړي ته غاړه کیږدي. نوموړی باید پر دې ډاډه شي چې شمالي ولایتونو ته د کورواکۍ ورکولو او نورو په ګډون د هغه ټول شرطونه منل کیږي.» (د افغان میړانه او غمیزه، ۴۶۵،مخ)
ډاکټر نجیب الله پوهیده چې مسعود او شورویان غواړي هیواد تجزیه کړي خو ده غوښتل شورویان د مسعود پر خلاف له بېلابېلو تکتیکونو له لارې راوپاروي تر څو د افغانستان د تجزیې مخه ونیسي. «... ولسمشرنجیب الله زیاته کړه چې داسې باوري لاسوندونه (اسناد) او معلومات په واک کې لري چې له سي آی اې سره د احمدشاه له اړیکو نه پرده پورته کوي. نجیب الله وویل: د دې ټکي په پام کې نیولو سره سړی کولی شي چې د احمدشاه راتلونکي اوږد مهاله (ستراتیژیکه) نقشه په ښه توګه ځانته معلومه کړي، په دې مانا چې نوموړی غواړي ۱۴، [په حقیقت کې ۱۲] شمالي ولایتونه له افغانستان څخه بېل، هلته امریکایان ځای پرځای او په دې توګه شوروي اتحاد له یوه واقعیت او فکټ سره مخامخ کړي.» (جنرال لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه، ۴۶۴، مخ)
افغان حکومت له شورویانو بیا بیا غوښتنه کوله چې پر مسعود باندې عملیات وکړي خو شورویانو د دې پرځای چې جګړه وکړي نور داسې امتیازات ورکول چې د مسعود بنسټیزې موخې او غوښتنې وې، په دې اړه د سترجنرال (و، ورینیکوف) له خوا احمدشاه ته یو لیک واستول شو چې په هغه کې راغلي وو:«ښاغلي احمدشاه مسعود ته! زموږ په اند اوس د دې وخت رارسیدلی تر څو په دې باب په ګډه فکر وکړو چې د افغانستان د شمالي او شمال ختیزو ولایتونو د خلکو لپاره د سولې راوستلو په لاره کې څه شی کولی شو؟ کیدای شي په دغو ولایتونو کې د ادارې د جوړولو په اړه د یوې پرېکړې په باب مو سلا مشوره سره کړې وای، که څه هم چې دا په بشپړه توګه یوه کورنۍ یانې د افغانستان د خلکو خبره ده. په دې لړ کې موږ کولای شول چې د لومړي ګام په توګه مو د کندُز ولایت د ادارې په اړه ستاسو وړاندیزونه څېړلي وای او په دې توګه به په راتلونکي کې د دغه ښار پر اوسیدونکو باندې د ۱۹۸۸ کال د اګست پېښو ته د ورته نورو درنو او غم لړلو پېښو د تکراریدو مخه نیول شوي وای. د ساري په توګه زموږ په اند د دغه ولایت د والي په توګه کیدای شي داسې یو مخور، د خلکو له درناوي نه برخمن او رښتینی مسلمان سړی وټاکل شي چې وکولای شي هلته سوله سمباله او د خلکو هوساینه وساتي، په دې اړه کیدای شي د یو لړ ټاکلو نوماندانو (کاندیدانو) نومونه واخیستل شي. خو موږ د دې کار وړاندیز پخپله تاسې ته کوو، ځکه تاسې د داسې یوه چا په توګه پېژنو چې نه یوازې په پنجشېر بلکې د افغانستان په نورو ډېرو ولایتونو کې مو هم د سولې د ټینګولو لپاره زیاتې هڅې او کوښښونه کړي دي، چې ۱۹۸۸ کال یې روښانه بېلګه ده ... موږ له دې امله مخکې له مخکې له تاسو نه مننه کوو، ښه به وي که (د لیک) ځواب ستاسې د داسې یوه باوري استازي په لاس راولېږئ چې موږ یې هم پېژنو.» (جنرال لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه، ۴۶۶- ۴۶۷، مخونه)
په کال (۱۹۸۸ز) د اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې د شورويانو د پلان او توطیې پر بنسټ چې د احمدشاه مسعود په وسیله د افغانستان د څو شمالي ولایتونو د بېلولو (تجزیې) خاینانه طرحه جوړه شوي وه یو داسې سند ورولېږل شو چې په هغه کې د شوروي اتحاد د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د (کې- جې- بې) استازو لاسلیکونه شوي وو او په کابل کې د شوروي سفارت لخوا هم ټاپه شوي وو. په سند کې له مسعود څخه هغه پوښتنې او یو ډول وړاندیزونه شوي وو چې د ده د ټول عمر د هڅو اصلي اهداف یې جوړول، هغه پوښتنې او هڅونې په دې ډول دي:
له احمدشاه سره د څېړنې وړ پوښتنې:
۱ــ د ګډ (واحد) افغانستان په اډانه کې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو او دغه راز د پروان او کاپیسا ولایتونو د ځینو برخو په ګډون د تاجکو د استوګنې د سیمو پر بنسټ د تاجکو د کورواکۍ (خودمختاره تاجکستان) د جوړولو او د دغې سیمې ځاني(خودي) ادارې د بڼو په اړه.
۲ــ په دې برخه کې د ځانګړو څوکیو او په ملي شورا او کابینه کې د تاجکو استازیتوب یادونه کړي دي.
۳ــ په دریمه برخه کې د جمعیت ګوند خپلواکي او په رسمیت پژندل ښودل شوي دي.
۴ــ د افغانستان په وسله وال پوځ کې د ورګډولو له لارې د افغانستان اسلامي جمعیت د ډلو پر بنسټ د کورواکه تاجکستان د سم سیده(منظمو) ځواکونو جوړول، د ملي(قومي، ژ) او سراسري دولتي ګټو پر بنسټ د دغو ځواکونو د دندو ټاکل او په دې لړ کې د حیرتان- کابل د لارې ساتنه.
۵ــ د کورواکه تاجکستان په اډانه کې د سولې ټینګول ... .
۶ــ د شمال ختیزو ولایتونو د اقتصادي ودې په اړه ... .
۷ــ د اقتصادي، طبي او نورو مرستو د تر لاسه کولو او دغه راز د سرحدي سوداګرۍ د ودې لپاره د شوروي اتحاد د تاجکستان جمهوریت او کورواکه تاجکستان تر منځ د مخامخ سوداګریزو اقتصادي او فرهنګي اړیکو ټینګول. (... لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه،۴۷۱، مخ)
لیکوال لیاخوفسکي زیاتوي او وایي: «... مسعود د شوروي پوځي قوماندانۍ له دغو نوښتونو څخه خوښي څرګنده ګړه او چمتو دی چې دې ډول اړیکو ته په راتلونکي کې دوام ورکړي، نوموړی جنرال وړاندې لیکي: کله به چې له مسعود سره د دا ډول خبرو اترو په بهیر کې لږ څه پرمختګ تر لاسه شو، نو افغان حکومتي ځواکونو به د هغه پر خلاف ناڅاپي لمسوونکي ډزې او عملیات پیل کړل.» (د افغان غمیزه او میړانه ۴۷۲مخ)
په پای کې جنرال لیاخوفسکي په دې هیله دی چې د مسعود اړیکي تر پایه پورې له دوی سره ټينګې پاتې شي او وایي: موږ هیله مند یو هغه معقولې لیدنې او نظریې چې احمدشاه مسعود له شوروي اتحاد څخه د همکارۍ په باب بیا بیا څرګندولې په راتلونکي کې هم د روسیې له دولت سره د اړیکو په ډګر کې د هغه په عملي ګامونو واوړي، ... . (د افغان غمیزه او میړانه ۴۷۵مخ)
نوربیا
---------------------------------------------------------------------
(۱) (ناصري)، هغه مهال په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظامي کنسول په توګه دنده ترسره کوله چې د سفیر واکونه یې درلودل. په مزار شریف باندې، د طالبانو په یرغل کې سردار ناصري، د اتو تنو نورو ایراني استخباراتي فعالانو سره یو ځای، د خپل هیواد ایراني د مقاماتو په دستور باندې ووژل شول، چې په رسمي تبلیغاتو کې د (ایراني دپلوماتانو) په نوم یادیدل. رزاق مامون:رد پای فرعون.
(۲) جنرال لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه، ۴۶۵مخ.
(۳) پورتنی کتاب،۴۶۶مخ.