اتلان پېژنی؟ نهمه برخه

اتلان پېژنی؟ نهمه برخه ۲/۱۱/۱۳۹۵. ل،ل
احمدشاه مسعود او توکم پالنه(قومي تعصب):
C:UsersHelmandDesktopUntitled.jpg
 
مسعود د بګرام په هوايي ډګر کې یوه ورځ ویلي وو:[اګر پیامبر هم از طرف جنوب به کابل بیاید من انرا قبول ندارم]،بل ځای وايي:(ما اینطور کابل را میخواهیم که کسی دروازه خانه را تک تک کند،کسی نګوید که څوک یې؟).[سمسور افغان،دویمه سقاوي مخ ۲۱۹]
احمدشاه مسعود له آره له پښتنو سره کینه او مخالفت درلود، د ده له کړنو څخه ښکاري چې د سقو زوی، حبیب الله کلکاني او وروسته د طاهر بدخشي او نورو تنګ نظره فاشیستانو او اخوانیانو له افکارو څخه اغېزمن شوی دی، چې له امله یې، د اسلام او جهاد تر پردې لاندې لویې ورانۍ ترسره کړي دي.
موږ پر مسعود باندې د سقو کلکاني اغېز په دې دلیل بولو: هغه مهال چې مسعود له طالبانو سره په جګړه کې ؤ، د طالبانو پر وړاندې، د پروان او کاپیسا خلکو د راپارولو او جذبولو په خاطر یې د پښتنو پر ضد ناوړه تبلیغات کول، داسې چې: «د جنوب پښتنو د حبیب الله کلکاني، سره په جګړو کې، ستاسو څخه په زور باندې ښځې بیولي وې او اوس بیا همغه ستاسو خوریونه راغلي دي او له موږ سره جګړې کوي، غواړي بیا ښځې درنه بوځي.» په داسې حال کې چې د سقویانو سره په جګړو کې د پښتنو لخوا هېڅکله هم، داسې بې پښتو کړنې نه دي تر سره شوي. (دغه خبرې موږ د طالبانو د حکومت په دوران کې، له هغو طالبانو څخه اوریدلي دي، چې په شمالي کې د مسعود ځواکونو سره، د جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړیدل.)
احمدشاه مسعود او وروڼه یې د سقو او طاهر بدخشي، د ستمي بانډ له کړنو او نظریو سره هم نظره دي، ځکه خو، د مسعود وروڼه د سقو او طاهر بدخشي په بېلابېلې لمانځ غونډو کې، د سقو زوی ستر مجاهد او خادم دین رسول الله بولي او طاهر بدخشي ته ستر شخصیت وایي، له دواړو څخه په ټینګه سره ننګه کوي، چې د احمدشاه د وروڼو احمدضیاء مسعود او احمدولي مسعود ننګه ټولو افغانانو ته، د سقو د زوی د ورستو هډوکو، د بیا ښخولو په مراسمو کې څرګنده ده، د احمد شاه مسعود او وروڼو فکري او عقیدوي تړاؤ، له سقو او بدخشي سره، په بې شمېره کره اسنادو کې، په مخامخ او نامخامخ ډول ذکر شوی دی، خو موږ یې د ثبوت لپاره، یوازې لاندې دوه، د افغان او بهرنیو لیکوالانو بېلګې وړاندې کوو:
احمدشاه مسعود، یو ستمی او د طاهر(بدخشي) تر نفوذ لاندې راغلی کس ؤ، طاهر بدخشي د خلق دموکراتیک ګوند د موسسې کنګرې او د مرکزي کمیټې غړی ؤ، نوموړی وروسته، د خلق ګوند له انشعاب څخه د ببرک کارمل سره یو ځای شو، چې بیا یې د پښتنو پر ضد، د ستم ملي په نوم ګوند جوړ کړ او په پای کې د حفیظ الله آمین لخوا ووژل شو. عبدالعلي ارغنداوی، ژوندۍ خاطرې۳۷۴مخ؛ پرتله یې کړئ د کاندید اکاډمیسین محمدابراهیم عطایي، له تاریخ سره (د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه، ۳۷۷مخ)
په افغانستان کې د اشغالګرو شورویانو، د یوه جنرال لیاخوفسکي، څخه اورو، چې مسعود تر کومې کچې پورې د طاهر بدخشي او نورو فاشیستانو په شان، د نژاد پرستۍ پر ناروغۍ باندې اخته ؤ:«په کابل کې استوګن پنجشېریان چې د (ا، خ، د، ګ،) غړي او پوځیان هم په کې دي، په سم سیده توګه، په پنجشېر کې له احمدشاه سره ګوري او ناسته ولاړه کوي، تر اوسه د هغوی پر خلاف هېڅ ډول له دښمنۍ نه ډک چلند نه دی ترسره شوی ... که څه هم چې په سیاسي ډګر کې د احمدشاه مسعود دریځ، لاتر اوسه، په بشپړه توګه نه دی ټاکل شوی، خو پښتني ضد کرکټر یې بیخي په ډاګه دی.» (د افغان مېړانه او غمیزه، ۴۶۲مخ)
مسعود د پښتنو د واکمنۍ او په کابل کې د پښتنو د شتون په هکله، د بګرام په هوایي ډګر کې، د خپلو خبرو په ترڅ کې داسې ویلي دي:«که چېرې پېغبر هم د جنوب لخوا راشي، زه یې نه منم.» بل ځای وایي:«موږ داسې کابل غواړو چې، څوک د چا د کور دروازه وټکوي، ونه وایي چې څوک یې؟» سمسور افغان: دویمه سقاوي، ۲۱۹مخ.
مسعود د پښتنو سره د ځایي(ذاتي) کینې له امله د پښتنو مشرانو سره چې د ده د بانډ سره په جګړه کې وو، هر ډول د روغې جوړې خبرې ردولې، دا که د کمونست پلوه حکومت مشران وو، که د جهادي تنظیمونو مشران. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند او ولسمشر ډاکټر نجیب الله(چې دواړه پښتانه وو) تر پایه یې سوله ورسره ونه کړه او پر ځای یې د اسلامي ګونډ پر خلاف، له اشغالګرو شورویانو سره لاس یو کړ، د سولې تړونونه یې ورسره لاسلیک کړل او په پای کې یې د ډاکټر نجیب الله د حکومت، له پرچمي تاجیکو او یو شمېر نورو غېر پښتنو جنرالانو سره، د ولسمشر نجیب الله او حکمتیار پر خلاف اتحاد وکړ، د افغان حکومت سره د سولې له خبرو څخه د مسعود ډډه کولو په اړه، په افغانستان کې د پخواني شوروي د څلوېښتم لښکر قوماندان جنرال بوریس ګرومؤف داسې وایي:« د یادونې وړ ده چې مسعود له حکومت سره د سولې د خبرو یادولو سره سره، له کابل سره د هر ډول اړیکو له ساتلو څخه ډډه کوله، ... هغه[مسعود] ټولې خبرې اترې یوازې له شورویانو سره کولې.» (سرې لښکرې په افغانستان کې، ۲۶۷،مخ)
د همدې موضوع په اړه، د پخواني شوروي اتحاد د پوځ یو بل جنرال، خپل د دفاع وزیر ته لیکي:«د شوروي اتحاد دفاع وزیر ستر جنرال ملګري یازوف د، ت، ته! رپوټ درکوم چې ... احمدشاه په غوڅه توګه خپلو ډلو ته ویلي چې د شوروي پوځونو پر خلاف جګړه ییز عملیات ونه کړي او ډلې یې هم دغه خبره پرته له ولې او څنګه نه پلي کوي، خو د دې تر څنګه نوموړی د پخوا په څېر له دولتي واکمنۍ سره نه پخلا کیدونکي دښمنۍ ته دوام ورکوي... .» (تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي؛ د افغان میړانه او غمیزه،م ۴۶۳)
جنرال لیاخوفسکي زیاته کړه چې:« نجیب الله په دې خبره باور نه درلود او په وار وار یې څرګندوله چې مسعود په هېڅ ډول له حکومت سره همکارۍ ته زړه نه ښه کوي او ټینګار یې کاوه چې( کږه خوله په سوک سمیږي) نوموړي د مسعود پر خلاف د پوځي عملیاتو خبره په ټولو کچو د خپلو لیدنو کتنو په ترڅ کې راپورته کوله.» (د افغان میړانه او غمیزه، ۴۶۸مخ)
جنرال لیاخوفسکي ادامه ورکوي وایي:«افغان مشرتابه بیا بیا هڅه کوله چې له منځ ته راغلي حالت نه د وتلو په تکل، د دویمې فرقې له لارې د احمدشاه ډلې د شوروي پوځونو له ټولګیو سره ټکر ته ولمسوي او په دې توګه هغوی په خپلو منځو کې سره په جنګ واچوي... .» (د افغان میړانه او غمیزه،۴۶۷مخ)
ولسمشر نجیب الله په دې پوهیده چې مسعود له حکومت سره سوله نه کوي، چې پر ځای یې له روسانو سره سوله کړي ده او شوروي پوځ هم د مسعود پر ضد پوځي عملیات نه ترسره کوي او ملاتړ هم تري کوي، چې په پای کې، نجیب الله خپله غوښتنه د شوروي اتحاد، مرکزي کمیټې ته ورسوله، چې له امله یې د شوریانو څلوېښتم لښکر اړ کړ، چې د مسعود پر واړندې عملیات پېل کړي.
د دې جریان یادونه، د څلوېښتم لښکر قوماندان ګرومؤف، د خپلو خاطرو په کتاب(سرې لښکرې په افغانستان کې) هم کړي ده، هغه مهال چې د شوروي پوځ وتلو ته لږه موده پاتې وه، ګرومؤف وایي:«موږ له خپل لوري ژمنه کړي وه، چې آن د مسعود د هغو یاغې ډلو خلاف چې د لارې په څنګ کې ځای پرځای وې، یرغل ونه کړو. خو له هغې وروسته چې موږ د نجیب الله په غوښنته د دښمنانو پر مورچلونو ډزې وکړې، مسعود له شوروی استازو سره له هر ډول تماس نه سروغړاوه، ډېر ژر، د هغه له خوا یو لیک راورسید چې په کې ویل شوي:«ښاغلی مشاور! ما چې څنګه ستاسو وروستی لیک ترلاسه کړ، نو چمتو وم چې د کتنې ځای ته دروخوځېږم، غواړم ستاسو د خبرتیا لپاره یادونه وکړم: لس کاله کیږي چې موږ ستاسې د حضور او د جګړې تحمل کوو، که د خدای رضا وي، یو څو ورځې نور به هم دا تحمل وکړو، خو که تاسو جګړه له سره پېل کړه، نو موږ به هم مناسب ځواب درکړو، نور بس دی، له همدې شیبې نه خپلو ډلو او ټولیګیو ته لارښوونه کوم، چې د تیارسئ په حال کې اوسي.» په درناوي. ۱۹۸۸، کال د دسمبر ۲۶،نیټه (۴۶۸،مخ)
مسعود له شورویانو سره د جګړې نه کولو عادت اخیستی ؤ، نو ځکه یې تر پایه پورې له دوی سره جګړه ونه کړه، هسې هوایي غورې یې کولې، تر هغې چې د شورویانو د وروستي برید پروړاندې یې دفاع هم ونه کړه، چې د ده غبرګون، له پورته لیک څخه ښه څرګندیږي. خو برعکس د روسانو پر ځاي یې له افغان حکومت او حکمتیار سره جګړې روانې ساتلي وې، لکه وړاندې چې یادونه وشوه، د حکمتیار د اسلامي ګوند پر خلاف یې له روسانو سره تړون لاسلیک کړ.
جنرال لیاخوفسکي، په دې هکله لیکلي دي: «... له هغه[مسعود] سره لوظ شوی ؤ، چې پر پنجشېر به هوایي بمبارۍ نه کیږي، د هغه کاروانونو ته به درې ته د ننوتلو او له هغې نه د وتلو اجازه ورکول کیږي او دغه راز د افغانستان اسلامي ګوند له سیالو ډلو ټپلو سره د احمدشاه د ډلو د وسله والو نښتو پروخت به د هوایي بمیاریو او توپچي ګوزارونو له لارې له نوموړي نه ننګه او ملاتړ کیږي.» (دافغان میړانه او غمیزه ، ۴۵۴مخ)
جنرال بوریس ګرومؤف اړونده موضوع هم یاده کړي ده: «... د مسعود سره د لاس لیک شوي تړون له مخې، مسعود خپلو وسله والو بانډونو ته امر وکړ چې د حکومتي عسکرو خلاف دې له جګړې څخه لاس واخلي او خپل ټول ځواک دې د مخالفې ډلې اسلامي حزب د بانډونو پر خلاف جګړې ته اړم کړي.» (سرې لښکرې په افغانستان کې ۲۶۶-۲۶۷، مخونه)
هغه مهال چې مسعود له شوروي پوځ سره لیده کاته وکړل او د روسانو ملاتړ یې د حکمتیار د اسلامي ګوند پر خلاف تر لاسه کړ، نو مسعود، سمدلاسه د اسلامي ګونډ د غړو په له منځه وړلو باندې پېل وکړ، په خپله مسعود په دې باب وایي:«... [پنجشېر ته] د شوروي هیئت تر بیا راګرځیدو پورې، موږ لاس په کار شوو، په لومړي ګام کې موږ[د پنجشېر په د ننه] د پشغور په سیمه کې، د حزب اسلامي کسان خلع سلاح کړل، د حزب اسلامي کسان زموږ لپاره په هغه سیمه کې د سرطان د دانې حیثیت درلود ... او د اندراب سیمه مو په یوه سړه، له واورو ډکه ورځ، په غافلګر[حالت] کې په(۴۸) ساعتونو کې تصفیه کړه، د اسلامي حزب ډېر کسان مو خلع سلاح کړل او د حزب اسلامي قوماندان جمعه خان، سره د نور کسانو وتښتیدل. (صالح محمد ریگستانی؛ مسعود و آزادی؛http://persianblog.ir)
د افغانستان له قومونو، په ځانګړي توګه له پښتنو سره، د مسعود پر توکمیز تبعیض باندې، د افغانانو او بهرنیانو لخوا ډېرې مستندې لیکنې لیکل شوي دي، خو د مسعود پلویان له هر ډول اسنادو او شواهدو څخه انکار کوي او ډول ډول نامعقول دلایل او سپکې سپورې وايي، په دې بنسټ موږ د مسعود پلویانو او نورو د پوهاي لپاره د افغانستان د ملي اتل(!) احمدشاه مسعود د مبارکې خولې، هغه خبرې خپروو چې ده په یوه ا‌ډیو(Audio) کې کړي دي.
مسعود، د نظار شورا کسانو ته ورزده کوي چې، په افغانستان کې یوازې د تاجیک قوم، متمدن، بافرهنګه او د افغانستان اصلي اوسیدونکي دي او پښتانه بې فرهنګه، بې تمدنه، بې مدنیته، له بل ځای څخه راغلي خلک او... بولي، موږ د مسعود خبرې، د هغو پښتنو او نورو لپاره چې په دري ژبه نه پوهیږي په پښتو ژباړلي دي، دغه خبرې تر ډېره ځایه کټ مټ(تحت الفظي) ژباړل شوي دي، خو هغه چې په لیندیو() کې لیکل شوي دي، د نوموړي د خبرو ګونګې برخې دي چې نه اوریدل کیږي او زه پرې پوه نه شوم:
ژباړه: «په افغانستان کې چې مختلف تمدنونه وو، همدغه یو شمېر خلک چې په افغانستان کې د تاجیک قوم په نوم ژوند کوي، د افغانستان هیواد اصلي اوسیدونکي همدا خلک دي،(د تاریخ له نظره دوی) اصلي اوسیدونکي دي، دا ده چې(دوی یو) کوچنی تمدن پیدا کوي. اوس نه وینی چې په هر ځای کې چې تاجیک دي، په ښارونو کې دي، دغه بازار د دغو خلکو په لاس کې دی، ته ولاړ شه اُرګون ته، تاجیکانو ته وګوره چې د ارګون بازار یې په لاس کې دی!، د ګردېز بازار د دغو خلکو په لاس کې دی!،(په هر ځای کې چې بازار دی).
یوه دوره یې تېره کړي ده، راغلي دي له تمدن سره بلد شوي دي(سقوط یې کړی). هغه څه، څه نوم لري؟ ازبکان، راغلل د حسین بایقراء او د چا، چا او سلجوقیانو[په وخت کې]،(هریو) تر یو ځایه ورسیدل، سقوط یې وکړ(...) او د همدې خلکو په سلسله کې نور قومونه وو، د افغانستان په جنوب کې پښتانه، دغو خلکو دوه، درې سوه کاله وړاندې، اصلاً فرهنګ نه درلود، نه یې تمدن ؤ او نه یې مدنیت درلود او وو په هماغه ځای کې او ګوری چې هماغه خویونه(خاصیتونه) یې تر اوسه پورې ساتلي دي او دغه خلک راځي له جنوب څخه، چې یو ځل یې په دغه ځای کې دولت جوړ کړ او دغه دولت تر اوسه پورې دوام وکړ. انشاءالله تشریح مې کړه؟. په دغه ځای کې په همدومره باندې بسنه(اقتفاء!) کوم، دا مې د دې لپاره تشریح کړه، چې د افغانستان اوسنی وضعیت مې باید په وروستیو خبرو کې تشریح کړی وای (...)، دا دی زموږ او ستاسو تفسیر د قومونو له نقطې نظره، چې پښتانه راغلل، هغه قوم چې له تمدن څخه لرې پاتې وو، دوه، درې سوه کاله وړاندې، آرام، آرام چې د تمدن ضعف لري(...) قدرت یې ونیو او یو کورنی(فامیلي) حکومت، یو قبیله وي حکومت یې په افغانستان کې جوړ کړ.»
مسعود د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټول پښتانه، لر او بر کمونستان بولي، چې د ده دا ډول څرګندونې د پاکستان د استخباراتو(آی، اس، آی) تبلیغات دي، چې د مسعود په شان د خپلو ګوډاګیانو په خولو کې یې ورکړي وې. نوموړی د پښتنو قومونو په اړه ګډوډ او ناسم معلومات وړاندې کوي، چې د مسعود شخصیت د همدغو خبرو له امله ښه پېژندلی شو، چې وروسته به رڼا پرې واچوو، دغه ښاغلی په په دې اډیو کې د نورو ډېرو خبرو تر څنګ خپلو کسانو ته داسې ګړیږي:
ژباړه:«... وګورئ! وړاندې له هغې چې د افغانستان په نورو مکتوبونو کې څه خبره وي، د خوشال خان او رحمان بابا په لیسو کې چې دواړه همدلته دي، بلوڅان پښتانه په کې دي، د پکتیا او جنوب خلک په کې دي، همدا ده چې د لومړي ځل لپاره د پښتو کمونستي کتابونه(...) او تاسو د افغانستان د قومونو د جوړښت له نقطې نظره پوهېږی، چې زموږ او ستاسې افغاني[پښتانه] قومونه دوه[ډوله] خلک دي، یو ته غلزي وایي، بل دُراني، په دې خو بلد یې؟، یوه ته غلزي وایي او بل ته دُراني، قندهاریان ټول دراني دي، د پکتیا د غزني هغه کوزه خوا، د غلزیو خلک دي، درانیان چې محمدظاهر شاه او محمدزایان یې په قدرت کې دي.
غلزایان چې ترکی، حفیظ الله امین او څوک، څوک چې په واک کې نه دي او پاکستان او تودو اوبو ته[د شورویانو] د رسیدلو لاره، د غلزیو[لاره] ده، کومه لاره ده؟ د غلزیو. دلته ده چې د لومړي ځل لپاره کمونستي کتابونه چې افغانستان ته راځي، د پښتونستان، د سرحد آ خوا، په پکتیا په دغو سیمو کې وېشل کیږي، ته نه ګوری چې زموږ او ستاسو ځواکمن کمونستان د خوست[ولایت او] جنوبي دي، دا تصادفي نه ده، دا د یوې کړنلارې او نقشې سره سم دي چې لومړی پر خوست او پکتیا باندې کار کوي، دوه ښوونځی جوړوي، خوشال خان او رحمان بابا، دواړه لیلیه، په نور مکاتبو کې تر اوسه کمونستي افکار دومره نه وو خپاره شوي چې، د رحمان بابا او خوشال خان[په لیسو] کې ډېری کمونستان شول، نن چې دا دومره جنرالان ګوری، وطنجار، وروسته یې بل وګورئ ګلابزوی، وروسته یې بل، بیا تڼی، ټول دغه پېژندل شوي (دو آتشه!) جنرالان کمونستان دي او که نه؟،[د دوی] ډېری د لېسو د ښوونځیو، خوشال خان او رحمان بابا[څخه فارغ شوي] دي او دوی ته روسانو څه ډول مخ ورکړی ؤ؟، هر څوک چې د رحمان بابا روسی ښوونځی او د خوشال خان[ښوونځی] لولي، که نورو ښوونځیو ته د روسیې دوه بورسونه وو، د خوشال خان او رحمان بابا[ښوونځیو] ته شل روسي بورسونه وو، تر څو دوی زر، زر روسیې ته ولاړ شي او دلته تربیه شي(...) او همدا شان یې له سرحد آ خوا جوړ کړل،[وروزل] اجمل خټک، هغه یې جوړ کړ ولیخان، او نور یې جوړ کړل، چې دوی ټول د افغانستان له کمونستانو سره یو دي، د کمونستي فکر تر څنګ، د پشتونیزم فکر یې هم جوړ کړ، چې موږ پښتونستان غواړو، چې په دې توګه وکړای شي دلته زر نفوذ وکړي راځئ چې دلته د همدې فکر له مخې، تا ونه لیدل چې روسان لومړۍ کودتا کوي، د قدرت په سر کې څوک راولي؟ یو غلزی، له دُرانیو څخه[واک] انتقالوي، څوک راولي؟ یو غلزی، نورمحمدترکی دی، نه پوهېږئ چې ترکی څوک دی، یو غلزی، ورپسې حفیظ الله امین، هغه څوک دی؟ یو غلزی، وروسته چې ببرک راځي له کوم بل ځای څخه، په پای کې نجیب راځي، یو غلزی. انشاءالله تشریح مې کړه، تر هغې ورځې پورې چې روسان له افغانستان څخه تلل، کیدای شي چې، چا داسې فکر کړی وي چې خبره دومره ساده ده، تردې ورځې چې روسان تلل په دې فکر کې وو، چې باید غلزایان په خپل قدرت کې پاتې شي او دا خلک دي چې د روسانو د ګټو لپاره کار کوي او له همدې لارې ده چې دوي[روسان] خپلو موخو ته ورسیدل. انشاء الله تشریح مې کړه؟.» د مسعود د پورته خبرو اډیو په دغه لینک کې اوریدلی شی:
www.youtube.com/watch?v=plw748y0vzU&feature=youtu.be

نور بیا
 
 
 
C:UsersHelmandDesktopUntitled.jpgC:UsersHelmandDesktop635144461597122368.jpg
 
                            (دا د بافرهنګه او متمدن! احمدشاه مسعود انځورونه دي)