
له :عربي سره دښمني؛له:اسلام سره دښمني ده؛
له:اسلام سره دښمني؛ له:خپل ژوند سره دښمني ده!؟
زه له( ۱۳۵۵ )کال څخه تر اوسه( ۱۳۹۵کال) پورې د پښتو ژبې په شعر ( قافيه وال او آزاد شعر ) او همدارنګه په نثرونو کې يوه ټکي ته پلا پلا ځير شوی يم؛ هغه ټکی دادی چې يو شمېر( کوچنی اقليت کسان ) پښتانه شاعران، ليکوال، ژباړوونکي، څېړوونکي، مؤلفين او ژورنالستان ( مترقي او انقلابي روښانفکران، مُبارزين، عالمان او ژبپوهان ) په شعوري توګه ( او ګڼ شمېر غېر شعوري ) قلموال داسې کوښښ کوي چې ځينې عربي لغتونه او کلمې په پښتو ژبې کې
د عوامو په نا معياري ( د ګړدود، سيمه ايزې لهجې) اود ليکدود په غېر معياري بڼې وليکي او د دوی په اصطلاح عربي کلمې، په دې ترتيب سره « مُفَغَنې » کوي !
دوی له خپل ځان سره پټ په خپلو ګرېوانونو کې داسې انګېري؛ چې : عربي ژبه د اسلام د خپرېدا څخه را وروسته په افغانستان کې مروجه شوې ده او په حقيقت کې د ا ژبه د عربي تاړاکګرو او اشغالګرو ژبه ده ! موږ بايد د دې ژبې کلمې له پښتو ژبې څخه وباسو او ليرې يې کړو !
څومره چې زما ذهن کار کوي !؟ هر پښتون( نر، ښځه )، هره پښتنه کورنۍ، ټول پښتانه، د افغانستان په سلو کې ۹۹٪اوسېدوونکي ټول مسلمانان دي او د اسلام دين، د خدای پاک کلام ( قرآنکريم )، د اسلام پنځه بنسټونه، د پېغمبر احاديث، اسلامې فقه، شريعت خوندي ساتي؛ لکه، د : خپل ژوند، خپل ناموس، خپل زړه، خپلو سترګو، خپل ايمان، خپلې حيا، خپل پت ـ عزت او خپل وجدان په توګه ورته ګران او منلي دي او دوی يې د سر او ژوند په قېمت ساتنه او پالنه کوي !!
نو چې زموږ مسلمان هېوادوال خپل ځان، ژوند او کورنۍ د اسلام د دين له سره په ډېر زيات وياړ او فخر سره ځاروي !! او دوی داسې انګېري او باور لري،چې :
قُرآنکريم ( د الله ( ج ) کلام او کتاب په عربي ژبې را نازل شوی دی ! د اسلام پېغمبر په عربي ژبې خبرې کولې او د هغه ټول احاديث په عربي ژبې دي ! په قبر کې نکير او منکر له هر مړي څخه په عربي ژبې سوال او ځواب کوي ! په ورځ د قيامت کې د حشر په ډګر کې ټول سوال ـ ځواب په عربي ژبې کېږي. په آسمانونو کې ملايکان، په جنتونو کې حورې ـ غلمان او ټول جنتيان په عربي ژبې خبرې اترې کوي !!
نو چې د ټولنې مُطلق واکمن او برلاسی نظر او ذهنيت داسې وي ! نو په هغه صورت کې زما په ګومان د عربي ژبې پر ضد عمل کول، د : خدای، د: اسلام ـ قُرآن ـ پېغمبر، احاديثو، اسلامي فقهې، اسلامي شريعت، خلفای راشدينو، د ملايکو، حورو ـ غلمانو او د ټولو جنتي مسلمانانو سره دښمني کول دي ! او هر څوک چې د دې ټولو منل شوو موازينو، فاکټونو او منل شوو عقيدوي مفاهيمو او مفخرو سره ( شعوري او يا هم غېر شعوري ) ټکر او دښمني کوي !؟ هغه کس که هر څوک ( ښوونکی دی ! که مدير دی ! که د پوهنتون استاد دی ! که د علومو اکاډمۍ غړی دی ! که : عالم، شاعر، ليکوال، ژباړوونکی، څېړوونکی او ژورنالست دی ! او يا هم: سياستوال، مبارز او يا هم لوړ رتبه دولتي چارواکی دی !؟ )
نو هغه شخص او کس په حقيقت کې له غره سره خپل سر جنګوي او له خپل ژوند، ځان، سر، مال او د خپلې کورنۍ له غړو سره جفا او دښمني کوي !!!