افغانستان كې د لومړي ځل لپاره ميډيا ماسټر پروډكشنز په كا پيل وكړ

فغانستان كې د لومړي ځل لپاره په پراخه او بنسټيز ډول د ميډيا ماسټر پروډكشنز تر نامه لاندې يو خصوصي شركت د موشن ګرافيكس ( خوځنده انځورنو) مستند فلومونو، ټلويزيوني اعلانونو ، ويب پاڼو  د جوړولو، ګرافيك او ډيزاين او هنري فلمونو د اډيت  په برخه كې خپل فعاليت په رسمي توګه  په كابل كې پيل كړ .
د ميډييا ماسټر  پروډكشز ټول خدمتونه او فعاليتونه  په مسلكي توګه د يو لړ پرمختللو وسايلو په لرلو سره په نړيواله كچه تر سره كيږي او زيار باسي چې  كورنيو  او بهرنيو  ټلويزيونو او   رته خبري او هنري  مركزونو او موسساتو ته د پام وړ افغان كورني توليدات وړاندې كړي
 د دغه پروډكشنز مشر ليکوال او وتلى افغان ژورناليست محمد نعيم حقمل وايې د ورته فعاليتونو تر څنګ په هېواد كې د ننه د بهرنيو  خبريالانو ، ژورناليستانو او د هنر د مينه والو او ورته ټولنو او موسساتو لپاره د مسلكي پرسونل او اړينو پرمختللو وسايلو په لرلو سره د مستندوفلمونو  اونورو هنري  او فرهنګي چارو د ريښتيني انځور دبرابرولو په موخه  دغه پروډكشنز د پام وړ امكانات لري او په دې برخه كې يې زياتې اسانتياوې رامينځ ته كړي دي
دغه شركت خپل د فعاليت رسمي جواز د ايسا څخه تر لاسه كړى او په لومړي قدم كې يې د لس ميليونو افغايو په پانګه اچونه سره  كار پيل كړى دى .
 د شركت مرستيال  عظمت الله غرنی وايي ، هرڅه په بنسټيزه توګه پيل شوي دي هم مسلكي  كسان لرو اوهم پرمختللي وسايل ، خودا هر څه بس نه دي  ، په پام كې لرو د كاري ډګر هر لوري ته پراختيا وركړو او خپل كارونه د نورو وسايلو په لاس ته راوړلو او د نورو مسلكي پرسونل په ګمارلو سره  غښتلي ، پياوړي اوپه نړيواله او مسلكي كچه يې خپلو مينه والو  ته وړاندې كړو.
 نوموړي  ژمنه وکړه  چې خپل ټول توليدات او فعاليت به يې د هېوادد ملي ګټو او افغان كلتور او فرهنګ سره سم تر سره كيږي . هغه وايي :  پوره باور لرو، چې زموږ هر قدم ، قلم او درهم به د  افغان لرغوني فرهنګ او هنر  د بډاينې په برخه كې لګول كيږي . غرنی زياتوي  ميډيا ماسټر (www.mediamaster.af) د سترو هنري ، فرهنګي غونډو او وطني كنسرټونو د جوړولو لپاره ، غږيز، ويډيويي، بريښنايي او انځوريز، امكانات  او وسايل لري او خپلو ملي سوداگرو ته ډاډ وركوم ، چې سوداګريز اعلانونه به يې په نړيواله كچه  د مسلكي  چارو له مخې جوړيږي .