پښتو پوهنيزه پانګه - علمي سيمينار - هالنډ

په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه د ۲۰۰۸ کال د فبروري پر شپاړسمه نېټه د ( پښتو پوهنيزه پانګه) تر سرليک لاندي يوه پوهنيزه څېړنغونډه جوړوي .
په دې علمي سيمينار کي د هيواد يو شمېر نامتو پوهان او ليکوال برخه اخلي او د يو شمېر نورو له خوا پر بېلابېلو موضوعګانو رالېږل سوي مقالې لوستل کيږي او په بېلابېلو علمي ساحو کي د پښتو ژبي پر پرون او نن باندي علمي او څېړنيز بحثونه اوريدل کيږي . د مقالو او ويناګانو تر اورېدلو وروسته د علمي بحث او پوښتنو ځوابونو لپاره وخت په پام کي نيول سوی دی . تر علمي برخي وروسته يوه مشاعره جوړيږي چي بېلابېل شاعران برخه پکښي اخلي،د پښتو ژبي له  پوهانو ، ليکوالو ، شاعرانو او مينه والو څخه په درناوي هيله کيږي چي په دې علمي سيمينار کي له موږ سره ګډون وکړي..
 
نېټه او وخت : ۱۶ فبروري ۲۰۰۸   د ماسپښين له دريو بجو د ماخستن تر لسو بجو
د تالار پته :        Wijkplaats
    Joh . camphuysstraat 101
         3531SE Utrecht  NL
برېښناليک: afghaanscvn@gmail.com
ټيلفون شمېرې: 0629355648     0614432770         0622303611