پرديسي او د هويت ستونزه - علمي سيمينار

ACVN - Utrecht Holland
درنو هېوادوالو!
ټولو ته جوته ده، چې د افغانستان د وروستيو څو لسېزو جګړه د مهاجرتونو له ګڼشمېر څپو سره مله وه، ګڼشمېر افغانان پردېسي ته اړ شول او افغان ولس په بېلابېلو بهرنيو ملکونو کې مېشت شو، چې په بهر کې د مهاجرت ژوند افغانان له نويو پرديو کلتوري ارزښتونو، ديني توپيرونو او مذهبي صليقو سره مخامخ کړل او د خپل کلتور، هويت او هېوادپالنې د احساساتو د ساتلو لپاره يې ولمسول، چې پايله يې په بېلابېلو ملکونو کې د افغاني کلتوري هڅو د کلتوري هستو، ټولنو او بهيرونو رامنځ ته کېدل شول.
نن سبا د اروپا، امريکا، اسيا، استرليا او افريقا په ګڼشمېر ملکونو کې افغاني کلتوري ټولنې فعاله دي، چې د هغوی د هڅو په اړه افغانان پوره مالومات نه لري او د دغو هستو، ټولنو او افغاني بهيرونو تر منځ د ګډ کار هڅې نه دي شوې او د هغوی د همغږي کولو هڅې لا په خام عمر کې روانې دي، ځکه نو افغاني کلتوري ټولنې دا وپتېيله، چې د « پرديسي او د هويت ستونزه » تر نامه لاندې د يو علمي سيمينار تابيا وکړي.
درنو افغانانو!
له نېکه مرغه، چې د افغانستان وتلی شاعر، ليکوال او تاريخپوه ښاغلی عبدالباري جهاني هوډ کړی، چې د جون په پای او د جولای په ترڅ کې د اروپا هېوادونو ته يو فرهنګي سفر وکړي، چې له درنو افغانانو سره له نږدې وګوري او د زړه خواله ورسره وکړي، نو د افغاني کلتوري ټولنې لپاره دغه پېښه يو د نېکمرغي شګوم شو، چې دداسي يوه علمي سيمينار چاري سمبال کړي .
افغاني کلتوري ټولنه د ښاغلي عبدالباري جهاني د راتګ په اړه او د افغانانو د کلتوري تندې د ماتولو لپاره دا سيمينار جوړوي، چې د غونډې مشري به يې ښاغلی عبدالباري جهانی کوي، ځکه نو افغاني کلتوري ټولنه اروپا ته د ښاغلي عبدالباري جهاني سفر ته د زړه له کومې خوشاله ده، په دې هيله چې د افغاني کلتوري ټولنې د «پرديسي او د هويت ستونزه » په علمي سيمينار کې درانه افغانان له ښاغلی عبدالباري جهاني سره وګوري او د منلي عبدالباري جهاني له وينا، شعرونو او سپارښتونو څخه پوره ګټه پورته کړي.
« پرديسي او د هويت ستونزه » علمي سيمينار کې به د ښاغلي عبدالباري جهاني د وينا سر بېره د اروپا په بيلابېلو ملکونو کې د افغانانو د کلتوري هڅو په اړه مالومات وړاندې شې او د افغانانو د کلتوري هڅو د پياوړتيا لپاره به مباحثه وشي، د افغانانو سپارښتونو ته به پاملرنه وشي او د علمي سيمينار پرېکړه به تر سره شي.
پروګرام:
۱ – علمي څېړنيزه برخه
۲ – د ښاغلي عبدالباري جهاني وينا او په زړه پوري شعرونه
۳ - ټنګ ټکور ( د جهاني په شعرونو ښکلې موسيقي ) او مست اتڼونه
د جولای مياشتې په ۱۷ نېټه د اوتريخت په ښار کې Datum: 17 juli 2010
له ۱۷:۰۰ نه تر ۲۳:۰۰ جوړېږي.Tijd: 17:00 t/m 23:00
پته:
De Wijkplaats
Joh.Camphuysstraat 101 - 3531 SE Utrecht
مالومات:
0629355648 - 0614432770 - 0622303611
برېښناليک :
 
afghaanscvn@gmail.com