
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له فرمان څخه وروسته د کویت امریکا پلوه ادارې هم دغه هیواد ته د افغانستان په ګډون د پنځو هیوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د راپورونو له مخې پر افغانستان سربیره د پاکستان، عراق، سوریې او ایران وګړي نشي کولی دغه هیواد ته دننه شي.
کویتي رسنیو ویلي دي چې د دې کار لامل په یادو هیوادونو کې د امنیت خرابوالی او ترهګریز فعالیتونه دي، چې کیدای شي نوموړي فعالیتونه له دې لارې کویت ته دننه شي.
کویت هغه هیواد دی چې امریکا پکې پراخ پوځي حضور لري.