د داعش نامتو جلاد د چړو په وسیله وژل شوی

د عراقي سرچینو د خبر له مخې د داعش ترهګرې ډلې نامتو جلاد ابوسیاف په موصل ښار کې وژل شوی دی.
نوموړی د نامعلومو کسانو له خوا په یوه کمین کې د چړو د ګوزارونو په وسیله وژل شوی دی او مړی یې ټوټې ټوټې کړی.
ابوسیاف په عراق کې د سلګونو کسانو سرونه په عام محضر کې پرې کړي دي چې له دې امله یې بې شمیره دښمنان درلودل.
د ده د وژل کیدو په اړه پخوا هم یو لړ خبرونه خپاره شوي وو.