
د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د فرمان پر اساس چې د اوو اسلامي هیوادونو اوسیدونکي نشي کولی امریکا ته سفر وکړي پرون د واشنګټن په هوایي ډګر کې یو ایراني الاصله ۵ کلن ماشوم د پولیسو له لوري ونیول شو او لاسونه یې ولچک کړل شول او ماشوم د څو ساعتونو لپاره له خپلې کورنۍ جلا کړل شو.
د پولیسو له یادې کړنې څخه د کانګرس ډیموکراټ غړي چریس وان هولانډ پرده د کانګرس په یوه ناسته کې پرده پورته کړه چې د کانګرس د ځینو غړو سخت غبرګون یې وپاراوه او نوموړي کړنه یې وغندله.
هولانډ ویلي دي چې دا د انسانیت ضد کړنه په داسې حال کې تر سره کیږي چې نوموړي ماشوم د امریکې تابعیت هم درلود.
د دې پیښې په اړه د سپینې ماڼۍ ویاند شرموونکي څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي چې نوموړي ماشوم ته ځکه لاسبندونه واچول شول چې امریکا ته یې ګواښ جوړاوه او موږ باید د تهدید پر مهال عمر او جنسیت ته پام ونه کړو.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرامپ د ځینو فرمانونو پر وړاندې د امریکا په متحده ایالاتو کې پراخ لاریونونه شوي دي.