نظم

ته لکه څانګه دسپرلي په تمه
ته دغوټۍ دغوړیدلو ارمان
ته لکه سوله زما پرشونډو تکرار
د وران وطن د جوړیدولو ارمان
***
زما په زړه کې زما دهیلو کنګل
ستا دخواږه نظر لمرونه غواړي
تږې ارواح مې له مودو راهیسې
نورې د سپرلي غوندې رنګونه غواړي
***
زه له طبعت سره همرازه سړی
هره شیبه کې یې رازونه وینم
هره خندا کې پټې پټې کیسې
زه د په سترګو کې ستونه وینم
***
زه دخیالونو یو شهکار انځورګر
ستا له ادا دذوق تابلو جوړوم
زما دزړه په ائینه کې پاتې
ځانته دنیا ستا له کتو جوړوم
***
ستا دمسکاه په ارزښت څه پوهیږي
هغوی چې کرکه دژوند برخه بولي
له طبعیت نه مرور وګړي
یو دبل ورکه دژوند برخه بولي
***
خوزه او ته بیله دنیا جوړه وو
سپرلی سپرلی د سرو ګلونو دنیا
له زړه او ذهن نه ګردونه څنډو
جوړه وو نوې درنګونو دنیا
د پاتې ژوند د ارمانونو دنیا

۱۳۹۵ /۱۱/۱۱
کابل . مرمرینه