
د پاکستان د پيپل ګوند مشر بلاول زرداري وايي چې د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنو پرته يوازې افغانان کولى شي خپلې ستونزې هوارې کړي.
بلاول زرداري چې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوى دى، دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ په يوه غونډه کې کړې دي.
نوموړى د امريکا له نوي حکومت سره د اړيکو جوړولو په موخه واشنګټن تللى او له بېلابېلو حکومتي، سياسي او ديپلوماتيکو شخصيتونو سره يې ليدلي دي.
هغه زياته کړې چې امريکا په افغانستان کې ميلياردونه ډالر مصرف کړل، خو د پاکستاني سياسي مشرانو مشورو ته يې غوږ کېنښود.
بلاول زرداري ويلي:(( موږ امريکا ته بار بار ويل چې په خپله افغانان بايد خپلې ستونزې هوارې کړي، ځکه تجربو دا ثابته کړې چې د افغانانو ستونزې نور څوک نه شي هوارولى.))
د نوموړي په وينا، يوازې افغان مشران کولى شي چې خپلې شخړې له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
هغه وايي، د افغانستان د سياسي مشرانو له يووالي او اتفاق پرته په افغانستان کې د ښځو حقوق او اساسي قانون په برخو کې شته لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کېږي.
ده زياته کړې: (( موږ تل غوښتنه کړې چې افغانستان دې خپلو مشرانو ته پرېښودل شي چې هغوى يې برخليک وټاکي.))
د پيپل ګوند مشر ويلي چې پاکستان له کوم بديل پرته په سيمه کې د امريکا متحد هېواد دى او د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې يې قوي ملاتړ کړى دى. د نوموړي په وينا، پاکستان د روسيې د يرغل پر وړاندې د افغانانو د جهاد له وخته د امريکا متحد پاتې شوى او تر اوسه ورسره دى.