هغه وخت تېر دی چې بهرنیان موږ ته نظام وټاکي

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې سفير فرانس مايکل ميلبين په يوه ټلوېزيوني مرکه کې ويلي: "په افغانستان کې باورونه پر دې دي چې له حده زيات واک، سيمه ييزې ډيموکراسۍ بنسټيز کولو ته زيان رسولی دی. " هغه زياته کړې وه، ډېری خلک پر دې باور دي چې په افغانستان کې يو غير متمرکز نظام رامنځته او سيمه ييزه ډيموکراسي پياوړې شي. د ښاغلي ميلبین څرګندونو ته حکومت رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په امریکا کې افغان سفیر دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده. د افغانستان خلک هم د نوموړي خبرو ځورولي دي او د افغانستان له حکومته غوښتنه کوي چې د بهرنیانو د دې ډول ښکاره لاسوهنو مخنیوی وکړي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د افغانستان نظام متمرکز دی. کله چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان د نظام په اړه بحث کېده، د خلکو فکر همدا و چې له څو کلونو جګړې وروسته اوس باید افغانان سره نږدي شي او د افغانانو د نږدې کېدو لپاره متمرکز نظام غوره دی. له دې امله چې په افغانستان کې مختلف قومونه اوسېږي، نو د یووالي لپاره یې پیاوړی مرکزي دولت په کار دی. له دې امله چې د افغانانو د یووالي په برخه کې لا هم ستونزې شته او ځیني بهرنۍ کړۍ د افغانستان د وېشنې تر بریده د نفاق هڅه کوي، نو له همدې امله لا هم متمرکز نظام ته اړتیا ده.
د افغانستان د نظام د بدلون غوښتنه هم د افغانانو حق دی او د غوښتلو لارې چارې او د تغیر ډول هم اساسي قانون روښانه کړي دي. د نظام د ډول بدلون باید د افغانستان د اړتیا پر اساس وي، نه د کومې بهرنۍ مداخلې له مخې او یا د بهرنیانو د ګټو لپاره. له همدې امله موږ باید د نظام د بدلون په اړه د افغانانو د غوښتنې او بهرنۍ دسیسې تر منځ توپیر وکړو. له بده مرغه اوس د نظام د غوښتنې لپاره کېدونکې هڅې کورنۍ اړتیا او غوښتنه نه ده، بلکې بهرنۍ دسیسې او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه دي. همدا د اروپايي اتحادیې د سفیر خبرې له ښکاره مداخلې پرته کومه بله معنا نه لري. دوی اوس موږ ته د نظام ډول ټاکي او وايي چې زموږ لپاره کوم نظام غوره دی. نوموړي وايي: "په افغانستان کې باورونه پر دې دي ... " کوم افغانان؟ د کومې سروې پر اساس او څه وخت؟ په دې اړه هېڅ سروې نشته او حتی عامه افکار په شدت سره د نظام د بدلون خلاف دي. نو د اروپايي اتحادیې د سفیر خبرې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه، موږ ته د نظام ټاکل او له مداخلې پرته بله هېڅ معنا نه لري.
د افغانستان حکومت ته په کار ده چې د اروپايي اتحادیې د سفیر او نورو بهرنیانو دغه ډول څرګندونو ته توند غبرګون وښيي او پرې نه ږدي چې هغوی زموږ په کورنیو چارو کې تر دې بریده مداخله وکړي. که د ملي وحدت حکومت غلی پاتې شي د افغانستان خلک دغه ډول لاسوهنو ته غبرګون ښيي او د اروپايي اتحادیې سفیر بیا د افغانانو د دغه ډول غبرګون پایلې زموږ په تاریخونو کې لوستلی شي.