د نوي نسل ځوانانو لپاره د فکري ښکلا انسټالیشن

په نوې اصطلاح اوس مهال د نوي نسل هغه ځوانان چې فکر اوسوچ یې د ناخوالو ویروس وهلی وي؛ د نوې اوعصري زمانې سره سم کولای شي خپل خراب او ګډوډ فکرته د ښې اوخوندورې خوشحاله راتلونکې لپاره د پیاړو شخصیتونو له خوا دهنریت اوښکلا په نوم جوړشوی وینډوز انسټال کړئ ، ښکاره خبره ده چې په دې ویروس آخته کسان هڅه کوي؛ ترڅوله دې ستونزې ځانونه وژغوري، د یادوکسانو زړونه د داسې درملنې په تمه شپې او ورځې تیروي هیله لري داسې یوه نسخه پیداکړي چې د ښکلا او ښایست تاثیریې په وجود کې د هنر له سمندرڅخه ویالې ویالې نرمې او یخې اوبه تیریدل احساس کړي، د دې ځوانانو دخوږمنوزړونو درد چا نه شوی احساس کولی، د دوی زړونه د ناهیلې توب توپانونو داسې ځورولي و؛ تل په دې سوچ کې و چې ګواکي د خیال په ولولو یې څوک نه پوهیږي ، خو داسې خبره نه وه؛ هیڅ نه پوهیدل چې د هنري لیکوال دتخیل پرښتې به یې ترسترګو کیږي او د ستومانتیا له تکلیف څخه به یې زړه ژغورل کيږي . زموږ په پس پاتې اودردیدلې ټولنه کې ډیر داسې ځوانان شتون لري چې دغم او ویر دخبرو په اوریدو اوهمدارنګه د دردیدلو پیښوپه لیدو سره درنګارنګ روحي او رواني فشارونو اوناروغیو سره لاس اوګریوان اوهم د ستړي ذهن اوزړه دآرامتیا لپاره لالهانده ژوند تیروي ،زړونه یې لکه دللمې غنم دخوشحالۍ اورحمت دباران په انتظارسره په خوب کې هم نا راحته اوسي ، په تیاره فکرسره دژوند شبې په پریشانه ډول سره تیروي ، دایې لویه هیله ده چې کله به یې په فکرونوباندې دلمر روښانه وړانګې لګیږي؟ ، ښکاره ده چې انسانان په ژوند کې بیلابیلې هیلې لري؛ خوزیات شمیر داسې امیدونه لري غواړي چې فکریې پیاوړی اوښکلا زیږونکی وي؛ ترڅودژوند دخوشحاله شیبوسره یې دهیلو او امیدونو غوټۍ ښکلي ګلان وغوړي ، دې کسانو په تیرو وختونو کې له غلطو خیالونوسره لوبې کړې وې ، مینه یې په داسې ډول کړې وه چې په حالاتو او امکان پسې یې سرنه وګرځولی دکتاب له دونیاڅخه محروم پاتې شوي دي .
دې ځوانانوته د بې فایدې فکرونودټال جهت ته دتغیر په موخه دکتاب لوستلواومطالعې بلنه ورکوم ترڅو دفکري ښکلاپه نوم انسټالیشن شروع شي ، دانسټال په جریان کې دژوند دخوشحالۍ اوخوښۍ تږي ځوانان به په روڼ سمندراوخوږو اوبوکې لاهوشي، دښکلا په فضا کې به دهنري لیکنو ، ناولونو،لنډوکیسو سره دفکراوخیال په وزرونو دالوتنې په حال کې له پاسه اولوړې زاویې دځمکې او انسانانو دښکلي ژوند له نندارې به په خوندونو اومزه ناکه کتو نه مړیږي.
دنړۍ دبریالیوشخصیتونو دژوند دکړاونو اوستونزو په کتو سره به یې خپل ځان اوستونزې له یاد څخه هیرشي هڅه به وکړي؛په دې خیالي نړۍ کې یوچاته دسمې لارې لارښونکی جوړ شي دفکري ښکلا په نوم له انسټال شوې وینډوز به دژوندچارې په سمه توګه روانې کړي دژوند له ښکلو آفشنونوسره به خپل کارونه ښه اوپه خوشحالۍ سره سرته رسوي .
دخوشحاله ژوند په هیله مو
احسان الله هلال
۱۳۹۵/۱۱/۱۳